Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هرات کې ۵۰۰ روږدو ته د کسبونو د زده کړو زمینه برابره شوې ده

د هرات د کار او ټولنیزو چارو ریاست مسوولین وايي، دغه ولایت کې یې تر درملنې لاندې ۵۰۰ روږدو ته د کسبونو د زده کړې زمینه برابره کړې ده.

د مسوولینو په خبره، دغو کسانو ته په پنځو برخو کې زده کړې ورکول کیږي؛ څو تر رغېدو وروسته د کار او دایمي عاید خاوندان شي. 

د هرات د کار او ټولنیزو چارو ریاست استازي، پرویز محمدي و ویل: «دا کسان به د کور وسایلو جوړولو، خیاطۍ، بوټانو ګنډلو او د ودانیو برښنا فعالولو په ګډون په پنځو مسلکي برخو کې زده‌کړې ترلاسه کړي. ټولټال ۱۰ تدريسي ټولګي جوړ شوي، چې هر مسلک دوه ټولګي لري، او په هر ټولګي کې ۵۰ بېرته رغېدونکي کسان زده‌کړې کوي.»

ځینې دغه تر درملنې لاندې روږدي له اړوندو مسوولینو غواړي، چې تر رغېدو وروسته ورته د کار زمینې برابرې کړي؛ څو بیا ځلي نشو ته مخه نه کړي.

د کسب زده کوونکي، محمد د طلوع‌نیوز خبریال ته و ویل: « دلته مهارت زده کوو او هیله لرو چې خپلو کورونو ته د مهارتونو سره ستانه شو.»

بل زده کوونکي، ارسلان و ویل: « له دې ځایه په وتلو سره به هم یو مهارت ولرو او هم به نور د نشه‌يي توکو پسې لاړ نه شو.»

د خیاطۍ زده کړیال، فریدون و ویل: «هغه مهارت چې زه دلته زده کوم، هم مې له نشه‌يي توکو لرې ساتي او هم راته د کور او ژوند جوړولو فرصت برابروي.»

۳۴ کلن توریالی چې له دوولس کلونو روږدي تابه وروسته اوس غواړي، نشه يي توکو پرېږدي، د برښنایي وسایلو د جوړولو په برخه په زده کړو بوخت دی. 

توریالی وایي: «هغه مهارت چې زه دلته زده کوم، کله چې له دې ځایه و وځم، هغه ته به دوام ورکړم. له مسوولینو غواړم چې خپلې ژمنې عملي کړي، څو موږ وکولای شو کار پیدا کړو.»

د کسب زده کړې دغه ځوانان روښانه راتلونکي ژوند ته هیله من کړي او هڅه کوي چې بیاځلې عادي ژوند ته ور وګرځي.

ښوونکي، عبدالرحیم سعیدي و ویل: «دا کسان د ټولنې له نظره پټ پاتې شوي، خو د مهارت زده‌کړې ته یې ډېره لېوالتیا ده او هڅه کوي چې بېرته خپل عزت او شخصیت تر لاسه کړي.»

دا مهال نږدې ۴ زره تنه د هرات د روږدو درملنې په ځانګړی روغتون کې تر درملنې لاندې دي. 

ډېری دغه کسان د بیکارۍ او اقتصادي ستونزو له امله په نشه يي توکو روږدي شوي وو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه