د افغانستان د سرپرست حکومت له رسمیت نه پېژندنې سره سره اسلامي امارت په ۱۴۰۳ کال کې له ځینو هېوادونو سره خپلې اړیکې پراخې کړې.
که څه هم په ۱۴۰۳ هجري لمریز کال کې د افغانستان سرپرست حکومت لا هم د هیڅ هیواد له خوا په رسمیت ونه پیژندل شو، خو د بهرني سیاست په برخه کې یې مهم ګامونه پورته کړل.
د سږ کال یوه له غوره لاسته راوړنو څخه د اسلامي امارت لخوا د نویو سفیرانو معرفي کول وو.
د تلې په ۱۹ عبدالغفار بحر خپل باورلیک د ازبیکستان د بهرنیو چارو وزیر ته وسپاره او بدرالدین حقاني بیا د لیندۍ په ۸ نېټه خپل باورلیک د متحده عربي اماراتو د دولت رییس ته وسپاره.
بیلابیلو هېوادونو ته ورپیژندل شوي سفیران
عبدالغفار بحر د تلې ۱۹
خپل باور لیک د ازبیکستان د بهرنیو چارو وزیر ته وسپاره
بدرالدین حقاني د لیندۍ ۸
خپل باور لیک د متحده عربي اماراتو د دولت رییس ته وسپاره
پر دې سربیره ایټالیا او نیکاراګوا افغانستان ته خپل غیر میشت سفیران معرفي کړل.
ایټالیا د سلواغې په شپږمه او نیکاراګوا د چنګاښ په دویمه خپل استازي افغانستان ته را ولېږل.
غیر استوګن سفیران
نیکاراګوا د چنګاښ دویمه - مایکل کمپل
ایټالیا د لړم ۶ - صبرینا اوګلیني
د اسلامي امارت په بهرني سیاست کې یو له مهمو مسایلو څخه په کابل کې د سعودي سفارت پرانستل او د قزاقستان، هند او عمان هیوادونو ته د ډیپلوماټانو معرفي کول وو.
په دې توګه په بهرنیو هېوادونو کې د اسلامي امارت د فعالو سیاسي استازولیو شمېر تر ۴۰ ډېر شو او په کابل کې د نورو هېوادونو د استازو شمېر هم نږدې شلو ته ورسېد.
په کابل کې د ایران سفیر، علیرضا بیکدلي ، د ۱۴۰۳ د سلواغې په ۲۰مه و ویل: "د دواړو هېوادونو د لوړپوړو چارواکو د قوي ارادې او عزم سره، د ایران اسلامي جمهوریت او افغانستان ترمنځ د ګاونډیتوب په چوکاټ کې د اړیکو د لوړولو لپاره هڅې روانې دي. انشاءالله، راتلونکی کال به د اړیکو د پراختیا او متقابلو ګټو د تحقق لپاره یو بریالی کال وي."
په همدې حال کې له قزاقستان وروسته قرغېزستان دویم هېواد دی چې د اسلامي امارت نوم یې له ممنوعه لیست څخه لرې کړ.
دا کار د روسیې له خوا هم په پام کې نیول شوی، خو تر اوسه د دغه هېواد له خوا کوم اقدام نه دی شوی.
ضمیر کابلوف، د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي، د ۱۴۰۳ د تلې پر ۱۴مه وویل:"د دې موضوع په اړه اساسي پرېکړه د روسیې د عالي رهبرۍ له لوري شوې، خو دا بهیر باید د روسیې د قانون په چوکاټ کې ترسره شي. دا کار د وکیلانو، پارلمان او نورو بنسټونو له لوري د دقیقې ارزونې ته اړتیا لري، ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې دا بهیر په سمه توګه بشپړېږي."
په ۱۴۰۳ کال کې د اسلامي امارت چارواکو هم د سیمې هېوادونو ته سفرونه وکړل.
په دې سفرونو کې ګاونډیو هېوادونو ته د لوړ پوړو چارواکو لکه د بهرنیو چارو وزیر، دفاع وزیر، د کورنیو چارو وزیر او د بېلابېلو وزارتونو د رییسانو سفرونه شامل وو.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، امیرخان متقي، د ۱۴۰۳ د کب په ۲۶مه و ویل: "متوازنه پالیسې دا معنا لري، چې د یوه هېواد د خوښۍ لپاره له بل هېواد سره جګړه نه کوو او د یوه هېواد د رضایت لپاره له بل هېواد سره مخالفت نه کوو. موږ له ټولو هېوادونو سره د عادي اړیکو غوښتونکي یو."
په ۱۴۰۳ کال کې، افغانستان د یو شمیر مهمو بهرنیو چارواکو کوربه و.
د ازبیکستان لومړی وزیر، د اسلامی همکاریو د سازمان ځانګړی استازی، د ملګرو ملتونو د سرمنشی سیاسی مرستیال، د روسیې د امنیت شورا سرمنشی او د ایران د بهرنیو چارو وزیر په ګډون یو شمېر نورو مهم شخصیتونه وو چې کابل ته یې سفرونه وکړل.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر، سیدعباس عراقچي، د سلواغې په ۸مه د افغانستان سفر په اړه وویل: "موږ تل د افغانستان له تحولاتو جدي اغېز منلی دی. له همدې امله، طبیعي ده چې د خپل ګاونډي هېواد د برخلیک، تحولاتو او سیاستونو په اړه حساس واوسو او وکولای شو چې یې مدیریت کړو."
په نړیواله کچه د افغانستان په اړه بېلابېلې غونډې جوړې شوې. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کاري ډلې ناسته، د دوحې په بهیر کې د هېوادونو د ځانګړيو استازو ناسته او د مسکو شپږمه ناسته هغه مهمې ناستې وې، چې په دې کال ترسره شوې.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر، سرګي لاوروف، د ۱۴۰۳ د تلې په ۱۳مه وویل: "د مسکو او کابل ترمنځ عملي خبرې اړینې دي. موږ باور لرو چې له اوسني افغان حکومت سره د رغنده خبرو ساتل د افغانستان د امنیت، اقتصادي پرمختګ او ملي یووالي د تحقق لپاره ګټور دي."
له پاکستان سره د ډیورنډ فرضي کرښې په دواړو غاړو کې شخړې او د پکتیکا ولایت پر ځینو سیمو د دغه هېواد د هوایي بریدونو په پایله کې د اړیکو خړپړتیا د اسلامي امارت د روان کال د بهرني سیاست بله موضوع وه.
پاکستان په ځلونو ادعا کړې، چې د افغانستان خاوره د دغه هېواد پر ضد کارول کېږي، خو سرپرست حکومت دغه ادعاوې بې بنسټه بللې دي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان د وضعیت په اړه پنځه غونډې وکړې. په پای کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو یا یوناما ماموریت د یو بل کال لپاره وغځول شو.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې، دوروتي شي د ۱۴۰۳ د حوت په ۲۸مه وویل: "موږ له یوناما غواړو چې د افغانانو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو، د بشري حقونو د خوندیتوب لپاره خپلې هڅې پیاوړې کړي. موږ د یوناما له هڅو ملاتړ کوو، چې د پراخ بشري ناورین د حل او د افغانستان د اقتصاد د ثبات لپاره کار کوي."
په پای کې، د افغانستان د سرپرست حکومت پر وړاندې د امریکا مبهم سیاست یوه ننګونه پاتې شوه.
د امریکا نوي ولسمشر په ځلونو له افغانستانه د دغه هېواد پر وتلو او د پوځي اډو پر وضعیت نیوکې کړې دي.
له بلې خوا اسلامي امارت که څه هم له امریکا سره ښې اړیکې غواړي، خو ډانالډ ټرمپ یې د افغانستان په اړه د سمو معلوماتو په نه لرلو تورن کړی دی.
په دې اړه مو اندونه