Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

تېر لمریز کال د افغان کډوالو لپاره له ستونزو ډک او ننګونکی و

په ۱۴۰۳ هجري-لمریز کال کې په ایران، پاکستان او ترکیې کې مېشت افغان کډوال له ګڼو ستونزو او ننګونو سره مخ وو.

دغو هېوادونو کې له افغان کډوالو سره له ناسم او تاوتریخجن چلن سربېره عامه خدمتونو ته هم د دغو افغانانو لاسرسی محدود شوی چې دغه وضعیت افغان کډوال سخت کړولي دي.

په ۱۴۰۳ کې، پاکستان له دې هیواده د افغان کډوالو د ایستلو دویم بهیر ګړندی کړ.

 په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت د کب په لومړۍ نېټه اعلان وکړ چې پاکستان پریکړه کړې د ACC او POR کارت لرونکو په ګډون ټول افغان کډوال له دغه هېواده په ځانګړې توګه له اسلام اباد او راولپېنډۍ وباسي. تر دې وروسته د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د کب په ۱۸مه اعلان وکړ چې ټول دغه کډوال باید د روانې زېږیزې میاشتې تر ۳۱مې نېټې له دغه هېواده و وځي. 

پاکستان کې د اسلامي امارت سفیر، سردار احمد شکیب و ویل: «پاکستاني چارواکو ویلي چې افغانان یوازې د ویزې له لارې کولای شي دلته پاتې شي، او د ACC او POR کارتونه نور اعتبار نه لري.»

دغې پرېکړې پاکستان کې د افغان کډوالو په منځ کې لا ډېرې اندېښنې را وپارولې او دوی ې لاریونونو ته وهڅول. 

تېر کال په ایران کې بیا د افغان کډوالو ستونزو د دوی لپاره وضعیت نور هم ستونزمن کړ.

ایران اعلان وکړ چې د ۱۴۰۴ کال له پیله به ناقانونه افغان کډوال له روغتیايي خدمتونو، زده کړو او نورو خدمتونو بې برخې شي. دا تګلاره په ایران کې د افغان کډوالو ترمنځ د اندېښنو د زیاتېدو لامل شوې ده.

د ۱۴۰۳ کال د سلواغې په ۷مه د ایران بهرنیو چارو وزیر د یو پلاوي په مشرۍ افغانستان ته راغی او د اسلامي امارت له چارواکو سره یې ایران کې د افغان کډوالو پر وضعیت خبرې وکړې.

د اسلامي امارت د سترې محکمې پلاوی هم ایران ته سفر کړی و او د دغه هېواد له قضایي چارواکو سره یې ایران کې پر اعدام د محکومو بندي افغانانو لپاره پر بدیلو سزاګانو خبرې کړې وې. 

د سترې محکمې د بهرنیو اړیکو مسوول، عبدالرحیم راشد و ویل: «د ایران ځانګړي استازي، کاظم غریب‌ابادي ژمنه وکړه چې له افغان کډوالو سره به ښه چلن کیږي او د هغوی حقوقو ته به درناوی وشي. همداراز، په نږدې راتلونکې کې به ۱۵۰۰ افغان بندیان بېرته افغانستان ته ولېږدول شي.»

پاکستان کې افغان کډوال، ظاهر بهاند په مرغومې میاشت کې ویلي و: «په تېرو درېیو ورځو کې سلګونه افغانان د پاکستان پولیسو نیولي او د ایستلو مرکزونو ته یې لېږدولي دي.»

ایران کې افغان کډوال، اکبر سلطاني ویلي: «هیڅ مرسته نه کیږي او هېڅوک زموږ له ستونزو خبر نه دي.»

پر دې سربیره هغه کډوال چې د امریکا د کډوالۍ دوسیې هم لري د پناه غوښتنې پروګرامونو د ځنډولو په اړه د ټرمپ له فرمان وروسته د خپل راتلونکي په اړه اندیښمن دي.

په پاکستان کې د امریکا د کډوالۍ دوسیې لرونکې کډوالې، ریسې و ویل: «له ولسمشر ټرمپ او د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر غوښتنه کوو چې د انتقال بهیر مو بیا پیل کړي.»

دغه کال کې د تلې په ۲۵مه د ایران د سراوان په کلګان سرحدي مرکز کې د افغان کډوالو پر یوه کاروان برید وشو، چې په پایله کې یې څو کسان و وژل شول او ځینې نور ټپیان شول. که څه هم دا پېښه د ایران له لوري رد شوې وه، خو د امارت اسلامي تر پلټنو وروسته دغه پېښه کې د ۲ تنو وژل کېدل او د ۳۴ تنو ټپيان کېدل تایید شول. 

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال، حمدالله فطرت په دې اړه ویلي و: «د دغې ناوړه پېښې ۲ شهیدان او ۳۴ عیني شاهدان، چې ځینې یې ټپیان هم دي، د پلاوي له لوري رالېږدول شوي دي.»

له کوربه هیوادونو د افغان کډوالو د ایستلو په زیاتیدو سره د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ په ګډون نړۍوالو بنسټونو له افغان کډوالو سره د انساني او باعزته چلن غوښتنه وکړه.

افغانستان کې د ملګروملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ استازي، عرفات جمال په دې اړه د مرغومي په ۱۱مه طلوع‌نیوز ته ویلي و: «پاکستان او ایران باید له افغان کډوالو سره ښه چلن وکړي او د دوی د خوندي او داوطلبانه راستنېدو زمینه برابره کړي.»

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د تازه شمېرو پر بنسټ، تېر کال کې څه د پاسه دوه اعشاریه یو میلیون افغانان له ایران او پاکستانه افغانستان ته راستانه شوي دي.

که څه هم ۱۴۰۳ کال په بېلابېلو هېوادونو کې د افغان کډوالو لپاره له ستونزو ډک کال و، خو و به کتل شي چې په راتلونکي کال کې به دغه ستونزې حل شي او که نه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه