د ننګرهار سیمهییز مسوولین وايي د تورخم دروازه د کرښې هاغاړې ته د تخنیکي ستونزو له امله نن جمعه خلاصه نشوه.
د ننګرهار سیمهییز مسوولین وايي د تورخم دروازه د جمعې په ورځ د کرښې هاغاړې د تخنیکي ستونزو له امله د مسافرو او ناروغانو تګ راتګ پر وړاندې بنده ده.
دوه ورځې وړاندې د افغان او پاکستاني مسوولینو هوکړې له مخې دغه دروازه د ټرانزیټ پرمخ پرانیستل شوه او ټاکل شوې وه چې نن جمعه د هر ډول تګ راتګ پرمخ پرانیستل شي.
د ننګرهار د امنیه قومندانۍ ویاند، سید طیب حماد وايي:«د تورخم دروازه فقط د ترانزیټ پر مخ پرانیستې ده، د توافق له مخې دا دروازه باید نن د مسافرو او ناروغانو پر مخ پرانیستل شوې وی؛ خو د پاکستاني لوري هغه وسایل چې له کاره لوېدلي وو په مکمل ډول نه دي ترمیم شوي، پر هغوی کار روان دی؛ تر څو په مکمل ډول ترمیم شي او دغه دروازه د مسافرو او ناروغانو پر مخ پرانیستل شي.»
د تورخم دروازې د بندښت له امله دواړو غاړو ته سلګونه مسافر او ناروغان بند پاتې دي.
دوی هرڅه زر د هر ډول تګ راتګ پرمخ ددغې دروازې پرانیستو غوښتنه کوي.
یو مسافر، انیس الرحمان په دې اړه وايي: «نن امید وو چې دغه لاره باید پرانیستل شوې وی د کرښې دواړو غاړو ته زرګونه مسافر او ناروغان پراته دي، د لارې د بندښت له امله خپلو کورونو ته راستانه نه شول،غوښتنه مو داده چې دا لاره د تل لپاره پرانیستې پاتې شي. »
عمیر هم چې یو بل مسافر دی وايي: «دواړو غاړو ته پښتانه دي،فقط د ډیورینډ کرښې دلاسه یوې خوا او بلی خوا پاتې شوي دي،دا خلک اختر کې خپلو کورونو ته ځي.»
د تورخم دروازه یوه میاشت وړاندې پاکستاني مسوولینو وروسته له هغې د هر ډول تګ - راتګ پرمخ وتړله چې د اسلامي امارت ځواکونه د ډیورنډ فرضي کرښې دې غاړې ته د تاسیساتو پر جوړولو بوخت وو.
په دې اړه مو اندونه