د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد افغانستان ته د امریکایي پلاوي د سفر په تړاو وایي، د کابل او واشنګټن د استازو ترمنځ غونډه د دواړو خواوو غوښتنو ته د رسېدنې لپاره ډېر ارزښت لري.
نوموړي طلوعنیوز ته زیاته کړه چې دا ډول غونډه کولای شي د دواړو لوریو ترمنځ باور پیاوړی کړي او ګواښونه او ننګونې راکمې کړي.
د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد په دې اړه داسې وايي: په امریکا کې یو نوی بدلون راغلی، حکومت یې نوی شوی دی. باید د افغانستان اراده هغوی ته وښودل شي او هغوی ته دا وروښودل شي چې افغانستان څه ډول تګ لاره لري او څه ډول اړیکې غواړي ولري. کېدای شي دا غونډې ګټورې تمامې شي او د امریکا نوې ادارې اندېښنې له منځه ولاړې شي.
ذبیحالله مجاهد په خپلو خبرو کې د سرپرستې کابینې د څرنګوالي په تړاو د پوښتنې په ځواب کې ویلي چې چې که څه هم حکومت د سرپرست په توګه کار کوي، خو اوسني چارواکي صلاحیت لري او د حکومت چارې په عادي ډول روانې دي.
هغه د اساسي قانون د نشتوالي په تړاو زیاته کړه چې اوسمهال ټولې پرېکړې د اسلامي قوانینو پر بنسټ ترسره کېږي
ښاغلي مجاهد زیاته کړه: قانون د هر هېواد لپاره مهم دی او باید موجود وي، خو دا مهمه ده چې موږ هغه پړاو ته ورسېږو. دا مهال هم موږ د قانون له خلا سره نه یو مخ، ځکه اسلامي امارت له لومړۍ ورځې اعلان کړی چې په هېواد کې به د اسلامي شریعت تطبیق کوي.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار وکړ چې له ډېرو هېوادونو سره د افغانستان اړېکې پراخې شوې دي، خو د نورو هېوادونو له لوري د سرپرست حکومت په رسمیت نه پېژندل یو قصدي عمل دی.
هغه و ویل: له بده مرغه هغه هېوادونه چې شل کاله یې په جګړه کې وخت تېراوه، په افغانستان کې مات شول، خو اوس هم د تعصب پر بنسټ پالیسۍ تعقیبوي. موږ کولی شو بېلګې یې ورکړو؛ کله چې اسلامي امارت واک ته ورسېد، هغه خنډونه چې دوی یې یادونه کوله، تر ۱۱ میاشتو پورې موجود نه وو، خو بیا هم اسلامي امارت یې په رسمیت و نه پېژانده.
دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت له واکمنېدو د څه باندې درېیو کلونو په تېرېدو سره، لاهم د اساسي قانون او سرپرستې کابینې برخلیک څرګند نه دی او تر اوسه هېڅ هېواد اسلامي امارت په رسميت نه دی پېژندلی.
په دې اړه مو اندونه