Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ضرب الاجل نږدې کېدل؛ پاکستان کې د افغان کډوالو اندېښنې ورځ تر بلې زیاتیږي

له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستنې لپاره د ورکړ شوي ضرب الاجل د پایته رسېدو په درشل کې په دغه هېواد کې مېشت افغان کډوال سخت اندېښمن دي.

په داسې حال کې چې د پاکستان لخوا د افغان کډوالو د اېستلو لپاره ټاکل شوې مودې پای ته رسېدو ته څه کم لس ورځې پاتې دي، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا ټینګار کړی چې دا ضرب‌الاجل نه ‌دی بدل شوی او افغانان باید دغه هېواد پرېږدي.

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ له پاکستانه غوښتي وو چې خپل پر خپلې دې پرېکړې بیا کتنه وکړي، خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، اسلام‌اباد مکلف نه ‌دی چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنرۍ سره د افغان کډوالو په تړاو سلا مشورې وکړي، ځکه چې د نوموړي په وینا، دغه هېواد د ملګرو ملتونو د کډوالو کنوانسیون غړی نه‌ دی.

 د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، شفقت علي خان  وايي:  «نوموړي زیاته کړه: موږ د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له کمېشنرۍ سره پر مشورې مکلف نه یو. پاکستان د کډوالو کنوانسیون غړی نه دی او هر څه چې موږ د تېرو پنځوسو کلونو په اوږدو کې د افغان کډوالو لپاره کړي، داوطلبانه وو. موږ تر خپلې ونډې ډېر د افغانانو مېلمه پالنه کړې ده او لا هم دوی ته هرکلی وایو، خو افغانان باید د دغه کار لپاره په خپل پاسپورټ کې معتبره وېزه ولي.»

د کډوالو د حقونو فعال، محمد خان طالبي محمدزی په دې اړه وايي: د پاکستان حکومت چې په تېرو ۴۰ کلونو کې څه ډول کوربه توب کړی، له هماغه عرفه دې بیا هم کار واخلي. اوس دې د افغانستان شرایط په پام کې ونیسي او چې څه وخت وضعیت نورمال شو بیا دې دا کار وکړي.  

له دې سره هممهاله، د ټاکل شوې مودې د پای ته رسېدو په درشل کې د افغان کډوالو د نیولو او جبري اېستلو په تړاو اندېښنې زیاتې شوي دي.

ډېری افغان کډوال له پاکستاني چارواکو غوښتنه کوي چې دوی ته د وتلو لپاره زیاته موده ورکړي.

 افغان کډوال، نظر ګل  په دې اړه وايي: لس ورځې وخت پاتې دی نو له افغان کډوالو سره چلند ښه نه دی او د پاکستان حکومت له لوري پرې فشار دی چې په لسو ورځو کې به تاسې ایستل کیږئ. 

په افغانستان کې اقتصادي کړکېچ دی خپله افغانان او هغوی چې په ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کې تللي هغوی هم بې روزګاره دي. او هلته یې زده کړې هم نشته. :پاکستان کې افغان کډوال، ملک شینواری هم وايي

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي له ایران او پاکستانه غوښتي وو، چې له افغان کډوالو سره انساني چلند وکړي او د هغوی د جبري اېستلو مخه ونیسي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه