د تورخم دروازه چې د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ د بار وړونکو موټرو پر مخ پرانیستل شوې وه، نن (شنبې، د وري پر ۲مه) د مسافرو پر مخ هم پرانیستل شوه.
د ننګرهار د والي مرستیال طلوعنیوز ته وايي، دغه دروازه چې د پاکستان له لوري د کرښې دې غاړې ته د تاسیساتو جوړولو په غبرګون کې تړل شوې وه، چې اوس دغه تاسیسات بشپړ او د تورخم دروازه د خبرو اترو په پایله کې خلاصه شوې ده.
د ننګرهار د والي مرستیال عزیزالله مصطفی طلوعنیوز ته وویل:«د تاسیساتو د نه جوړولو په غبرګون کې د پاکستان له لوري دغه لار تړل شوې وه، هلته چې کوم د ضرورت وړ تاسیسات وو هغه پوره شول او نن لار عملاً د مسافرو پر مخ پرانیستل شوه، اسلامي امارت کوښښ دا کوي چې دا لار ونه تړل شي؛ ځکه دواړه لوري ولسونه او سوداګر زیانمن کېږي او دا لار باید سیاسي نه شي.»
په همدې حال پر دغه لار تلونکي مسافر په دغه دروازه کې د لازیاتو اسانتیاوو د برابرولو غوښتنه کوي. د هغوی اصلي غوښتنه دا ده چې، دغه بندر باید په دایمي توګه فعال وي.
یو له مسافرو کاشف کریم د طلوعنیوز خبریال ته وویل:«دې خوا هم مسافر او محصلین دي او د کرښې هاخوا هم، دا یوه میاشت وشوه، چې لار بنده وه سختو مشکلاتو سره مخامخ وو.»
یو بل مسافر ضیاءالحق هم وايي:«کله چې هم داسې ستونزه پېښېږي؛ نو باید د خبرو له لارې حل شي؛ ځکه چې دلته محصلین ، مسافر او دواړو غاړو ته خپلولۍ دي؛ نو چې لار بنده وي له سختو مشکلاتو سره مخامخ کېږي.»
پر دغې لار په ورځني ډول سلګونه بار وړونکې موټر تګ ـ راتګ کوي، ځینې سوداګر له افغان او پاکستاني مسوولانو د ستونزو حل او د سوداګرۍ پر پراختیا ټینګار کوي.
ننګرهار کې سوداګر حمزهخېل اتمانزی وايي:«زموږ له دواړو هېوادونو دا هیله ده، چې تجارت ازاد وساتل شي او د سیاست کشمکش نهشي، په دې کې د دواړو هېوادونو تاوان دی، په کانټينرونو کرایه راځي لارۍ ودرېږي ډرېورانو او ټرانسپورټ ته تاوان رسېږي»
ننګرهار کې بل سوداګر محمد غالب هم څرګندوي:«دواړه هېوادونه باید یو بل سره د ورورۍ په فضاء کې ودرېږي د یو بل ګټې په نظر کې وساتي او نړۍوال تجارتي تړونونه په نظر کې ونیول شي.»
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مسوولانو د معلوماتو له مخې د تورخم دروازې د تړل کېدو له امله د دواړو لوریو سوداګرو او پانګهوالو ته شااوخوا ۷۰ مېلیونه ډالر زیان اوښتی دی.
په دې اړه مو اندونه