د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د ناروې په پلازمېنه اوسلو ښار کې د یوه ډیپلومات له معرفي او منل کېدو، خبر ورکړی دی.
د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس ضیا احمد تکل طلوعنیوز ته تایید کړې چې، نجیبالله شیرخان په ناروې کې، د افغانستان د سفارت د لومړي سکرتر په توګه منل شوی دی.
د ښاغلي تکل په وینا، په دغه هېواد کې به کونسلي خدمتونه هم د روان لمریز کال د وري پر څلورمه پیل شي.
ناروې د اروپا هغه شاهي هېواد دی، چې د افغانستان لپاره یې شارژدافېر وخت ناوخته افغانستان ته سفرونه هم کړې دي.
د سیاسي چارو شنونکی فضلالرحمان اوریا په دې هکله وویل:«د ناروې او اروپايي ټولنې ګټې د دې غوښتنه کوي، چې له افغانستان سره ډیپلوماټیکې اړیکې ولري. دا پروسه له ناروې پیلېږي، او د افغانستان د ډیپلوماتانو منل به په اروپايي ټولنه کې یو په بل پسې ترسره شي.»
خو پوښتنه دا ده، چې د اسلامي امارت او د ناروې د استازي ترمنځ کتنې د کابل او اوسلو ترمنځ د اړیکو په جوړېدو کې څومره اغېز لرلای شي؟
د سیاسي چارو شنونکی کامران امان په دې هکله طلوعنیوز ته وايي:«همدا تګ راتګ و، چې ناروې یې تعامل ته چمتو کړ. کله چې نېغ په نېغه تماسونه ډېر شي، ستونزې کمېږي.»
دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو درېیو کلونو کې یو شمېر هېوادونو له اسلامي امارت سره خپلې ډیپلوماتیکې اړیکې پراخې کړې دي؛ خو تر اوسه هېڅ هېواد اسلامي امارت یې په رسميت نهدی پېژندلی.
په دې اړه مو اندونه