Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اوبو او انرژۍ وزارت د سره صلیب راپور رد کړ

د اوبو له نړۍوالې ورځې سره هم‌مهاله، د سره صلیب نړۍوالې کمېټې ویلي، چې په افغانستان کې ۳۳ مېلیونه تنه د اوبو له کمښت سره مخ دي.

دغې کمېتې اوبو ته لاسرسۍ په افغانستان کې یوه جدي ننګونه بللې او ټينګار یې کړی، چې دغه ستونزه د خلکو پر روغتیا، خوراکي خوندیتوب او د دغه هېواد پر اقتصادي ودې مستقیمه اغېزه لري.

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د اوبو د نړۍوالې ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي:«د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی د بشر یو نړۍوال حق بلل کېږي او دا په افغانستان کې یوه اړینه مسئله ده، چې پر عامې روغتیا، د خوړو پر خوندیتوب او اقتصادي ثبات اغېز لري. په همدې حال کې اټکل کېږي، چې ۳۳ مېلیونه افغانان د اوبو له سخت کمښت سره مخ دي.»

اقلیمي بدلونونه، په افغانستان کې څو لسیزې جګړې، په هېواد کې د اوبو د کمښت اصلي لاملونه ګڼل کېږي.

له دې سره هم‌مهاله د کابل ځينې اوسېدونکي د اوبو د کمښت له امله اندېښنه څرګنده کړې ده او له مسوولانو غواړي چې، د اړتیا وړ اوبه ورته تامین کړي.

د کابل اوسېدونکی محمد اسماعیل وايي:«موږ د رېګرېشن له سیمې اوبو پسې راځو. مخکې مو اوبه لرلې؛ خو د کومې ستونزې له امله زموږ اوبه بندې شوې دي، او اوس موږ دلته د اوبو پسې راځو.»

د کابل بل اوسېدونکي شېراز هم وویل:«اوبه نه‌لرو، او د اوبو پیدا کول زموږ لپاره یوه لویه ستونزه ده. اوس هم وینئ، چې اوبه وچي شوې، او موږ خپلې بشکې بېرته تشې کور ته وړو.»

خو د اوبواو انرژۍ وزارت د سره صلیب د وروستي راپور دا ادعا ردوي، چې ګواکي ۸۰ سلنه هېوادوال پاکو اوبو ته لاسرسی نه‌لري. د دغه وزارت ویاند وايي، اسلامي امارت د وچکالۍ د مخنیوي لپاره بېلابېل پروژې په پام کې لري.

د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند مطیع‌الله عابد په دې هکله څرګندوي:«دا چې سره صلیب راپور ورکړی، چې ګواکې په افغانستان کې ۳۳ مېلیونه نفوس پاکو اوبو ته لاسرسی نه‌لري. موږ دا راپور په کله ردوو؛ ځکه موږ نه‌پوهېږو چې په څه اساس او په څه ډول دوی دا سروې ترسره کړې ده. د وچکالۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره، له نېکه‌مرغه د اوبو او انرژۍ وزارت ډېرې لویې او مهمې پروژې تر کار لاندې لري.»

د سره صلیب نړیوالې کمېټې دغه راز په خپل راپور کې یادونه کړې، چې د افغانستان د خوږو اوبو لویه برخه د واورو او یخچالونو د ویلې کېدو له لارې برابرېږي؛ خو د طبیعي یخچالونو ژر ویلي کېدل د هېواد د اوبو سرچینې له جدي خطر سره مخ کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه