Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

متقاعدین: بچیان مو له موږ ډوډۍ غواړي؛ خو موږ پیسې نه‌لرو

یو شمېر متقاعدینو د اسلامي امارت له لوري د تقاعدۍ حقوقو د نه ورکړې له امله یو ځل بیا اعتراض وکړ.

دغه متقاعدین وايي، چې له سختو اقتصادي ننګونو سره لاس او ګرېوان دي او د حقوقو نه‌ورکړې یې ژوند نور هم ورته ستونزمن کړی دی.

اسلامي امارت په دې وروستیو کې د متقاعدینو د حقوقو د ورکړې د څرنګوالي په تړاو څه نه‌دي ویلي.

متقاعد عبدالحکیم طلوع‌نیوز خبریال ته وايي:«څلور کاله کېږي، چې موږ ته وايي معاشونه درکوو؛ خو تر اوسه مو هېڅ نه‌دي ترلاسه کړي. هره اوونۍ د دې هیله لرو چې شاید یو مسوول پیدا شي او زموږ غږ واوري؛ خو هېڅوک پام نه را اړوي.»

بل متقاعد مختار هم وویل:«د کال له پیله راهیسې راته وايي چې نن یا سبا راشئ، ان یو فرمان هم صادر شو چې زموږ معاشونه باید ورکړل شي؛ خو تر اوسه لا هم وعدې عملي شوې نه‌دي.»

دغه متقاعدین تل له خپلو اقتصادي ستونزو شکایت کوي او وايي، چې ژوند یې په ډېرو سختیو سره، بې له کومې عایداتي سرچینې تېرېږي.

متقاعد  حبیب‌الله په دې هکله وویل:«اختر راغلی، اولادونه مې جامې او بوټان غواړي، ډوډۍ غواړي؛ خو زه د ډوډۍ اخیستلو پیسې هم نه‌لرم. نه پوهېږم چې چېرته پناه یوسم.»

بل متقاعد سید صاحب شاه هم څرګندوي:«پنځه کاله کېږي، چې زموږ حقوق نه راکول کېږي؛ خو تر اوسه هېڅ یې په تړاو خبر نشته.»

تر دې وړاندې د اسلامي امارت مشر د متقاعدینو د حقوقو د ورکړې فرمان صادر کړی و؛ خو تر اوسه د هغوی د حقوقو د ورکړې د وخت په تړاو معلومات نشته.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه