Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

انس حقاني: د جایزو لغوه کېدل سیاسي لاسته راوړنه ده

د اسلامي امارت جګپوړي غړي انس حقاني د امریکا له لوري د کورنیو چارو وزارت پر سرپرست خلیفه سراج الدین حقاني د اېښودل شوې جایزې د لري کولو اقدام ستایلی.  

انس حقاني له الجزیرې سره خبرو کې د واشنګتن دغه ګام د امارت سیاسي لاسته راوړنه بللې ده.

انس حقاني ویلي: « د دغو بندیزونو لغوه کېدل یو اغېزناک او مهم ګام او یوه لویه لاسته راوړنه ده چې، کولی شي د افغانستان او امریکا تر منځ تړل شوې لارې پرانېزي. دا د دې ښکارندويي هم کوي چې، امریکا او د افغانستان د نوي حکومت اوسنی وضعیت درک کړی چې افغانستان امن دی او د هیڅ هېواد لپاره هیڅ ډول ګواښ نشته.»

که څه هم امریکا تر دې مهاله په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو د کورنیو چارو وزارت سرپرست ته نږدې سرچینو طلوع‌نیوز ته منلې چې پر سراج الدین حقاني او دوو نورو چارواکو عبدالعزیز حقاني او یحی حقاني اېښودل شوې جایزې لغوه شوې دي.

سیاسي کارپوه، زلمي افغان‌یار په دې اړه و ویل: «تر د درې نیمو کلونو وروسته، امریکایان دې پایلې ته ورسېدل چې ستونزې باید د خبرو له لارې حل شي. د اسلامي امارت پر درېیو غړو د جایزو لېرې کېدل د قطر او افغانستان د مذاکراتو پایله ده.»

د سیاسي چارو شنونکي، نجیب‌الرحمن شمال و ویل: «د امریکا یو پلاوی چې پکې ښاغلی خلیل‌زاد هم شامل و، تر درې‌ نیمو کلونو وروسته افغانستان ته راغی او د سرپرست حکومت له چارواکو سره تر لیدنې وروسته یو امریکايي وګړی خوشې شو. کېدای شي پر نورو موضوعاتو خبرې شوې وي، چې تر سفر وروسته د ښاغلي سراج‌الدین حقاني له سره د لس میلیونه ډالرو جایزه هم لرې شوه.»

د ویلو ده چې د کورنیو چارو وزارت د سرپرست نوم د دغه هېواد د تر څار لاندې نوملړ کې و او پرې د لس میلیون ډالرو جایزه هم اېښودل شوې وه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه