د بښنې نړۍوال سازمان له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو د بندیز دوام د دوی له بنسټیزو حقونو ښکاره سرغړونه بولي.
دغه سازمان له اسلامي امارته غواړي چې عمر ته له پاملرنې پرته دې ټولو نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي.
د بښنې نړۍوال سازمان په خبرپاڼه کې راغلي: «په افغانستان کې نوی تعلیمي کال پیلیږي؛ خو له شپږم ټولګي پورته نجونې زده کوونکې له زده کړو منعه دي. دا د زده کړو لپاره د بشر د اساسي حق سرغړونه ده. طالبان باید نجونو ته چې په هر عمر کې وي، ښوونځي ته د تګ اجازه ورکړي.»
زده کوونکې، عشوه په دې اړه وایي: «زما غوښتنه له حکومته دا ده چې ښوونځي راته پرانیزي او نجونو ته اجازه ورکړي چې خپلو موخو ته ورسېږي.»
له دې سره سم، "زده کړې په تمه نشي پاتې کېدای" په نوم یوه بنسټ هم ویلي، هرې نجلۍ ته باید د زده کړو مناسب چاپېریال برابر شي.
د دغه بنسټ په خبره، دمګړۍ په افغانستان کې ۲ اعشاریه ۲ میلیونه نجونې زده کوونکې له زده کړو محرومې دي.
زده کړې په تمه نشي پاتې کیدای په یوه خبرپاڼه کې ویلي: «تر شپږم ټولګي پورته نجونې زده کوونکې لا هم د زده کړو له دوامه محرومې دي. د دغه بندیز له پیله تر اوسه ۲ اعشاریه ۲ میلیونه نجونې له زده کړو محرومې شوې دي. دغه شمېر ښايي تر ۲۰۳۰ کاله له څلورو میلیونو هم واوړي.»
زده کوونکې، فرزانې و ویل: «نوی ښوونیز کال پیل شوی، هلکان کولی شي ښوونځیو ته ولاړ شي خو نجونې مایوسه دي او زدهکړې نشي کولای. زما غوښتنه دا ده چې د نجونو پر مخ هم د ښوونځیو دروازې پرانیزي.»
پوهنې وزارت د تېرې ۵شنبې پر ورځ د ۱۴۰۴ ښوونیز کال د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانېست؛ خو دغو مراسمو کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د زده کړو یادونه ونه شوه.
په دې اړه مو اندونه