Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان د کارګرو ملي ټولنې یوځل بیا فعالیت پیل کړ

د افغانستان د کارګرانو ټولنې نن (پنجشنبه د وري درېیمه) بیرته خپل فعالیتونه پیل کړل.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال محمد زاهد احمدزي د کارګرو د ملي ټولنې د رییس د معرفي په غونډه کې د دغې ټولنې د فعالیت پر ملاتړ ټینګار کړی او د دغې ټولنې د فعالیتونو بیا پیل یې د کارګرو د وضعیت د ښه والي لپاره اغېزناک بللی دی.

محمد زاهد احمدزي و ویل: «د افغانستان سوکالي، ابادي او عزت زموږ او تاسو ګډ دی، راځئ ټول د دې کور د نیک نامۍ او سرلوړۍ په برخه کې ونډه واخلو.»

د کارګرو د ملي ټولنې رییس، عبدالمتین مولوي ‌زاده و ویل: «موږ باید کارګرانو ته اهمیت ورکړو او هڅه وکړو چې د دوی حقوق خوندي شي.»

اخوا، د کار نړۍوال سازمان په افغانستان کې د کارګرو پر ملاتړ ټينګار کوي او د کار په بازار کې د اسلامي امارت هڅې ګټورې ګڼي.

په افغانستان کې د کار نړۍوال سازمان د دفتر سرپرست، ټوماس سټینسټروم ویلي: « یو ځل بیا ټینګار کوو، چې د کار نړۍوال سازمان (ILO) په بشپړه توګه ژمن دی چې په دې برخه کې د افغانستان ملاتړ وکړي. موږ چمتو یو چې د تخنیکي مرستې، وړتیا لوړونې، مشورې ورکولو او د کارګرۍ د یوه خپلواک او پیاوړي غورځنګ د رامنځته کېدو په برخو کې مرسته وکړو.» 

په ورته مهال اقتصاد وزارت د پراختیایي پروژو پیلېدل د بې کارۍ د ستونزې د لمنځه وړلو لپاره ګټور یادوي او د کارګرو له ملاتړو سازمانونو او ملګرو ملتونو غواړي چې په هېواد کې د کارګرو ملاتړ وکړي.

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال، عبدالطیف نظري و ویل: «د اسلامي امارت له سټراټیژیو او پالیسیو یوه دا ده چې بیکارۍ ته د پای ټکی کېښودل شي او د پراختیايي او کاري فرصتونو پروګرامونه پلي شي.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړي مرستیال، یونس مهمند و ویل: «ټوله نړۍ د کارګرانو پر هڅو ولاړه ده. که موږ ماهر کارګران ولرو، کولای شو د پرمختللو هېوادونو په څېر چې د متخصصو کارګرو له لارې پرمختللي، پرمختګ وکړو.»

د بې‌ وزلۍ او بې‌ روزګارۍ ستونزې هغه ننګونې دي، چې تل هېوادوال ترې شکایت کوي او له مسوولانو غواړي، چې خلکو ته د کار زمینه برابرې کړي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال محمد زاهد احمدزي د کارګرو د ملي ټولنې د رییس د معرفي په غونډه کې د دغې ټولنې د فعالیت پر ملاتړ ټینګار کړی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه