Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له قطري ډیپلمات سره د متقي کتنه؛ دې ناسته کې د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وشو

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي، کابل کې د قطر سفارت له شارژدافیر سره په کتنه کې، د کابل او دوحې ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې ښاغلي متقي له امریکا سره په اړیکو کې وروستي پرمختګونه مهم بللي او په دې برخه کې د قطر همکاري یې ستایلې ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د اړیکو رییس ضیا احمد تکل په دې هکله ویلي:«د هېواد د بهرنیو چارو وزیر متحده ایالاتونو سره وروستی پرمختګ مهم وباله او د قطر دولت له اسان‌چارۍ او همکارۍ هم مننه وکړه. متقي صاحب له قطر سره د افغانستان اړیکې مخ پر وده وبللې او هیله یې څرګنده کړه، چې د دواړو هېوادونو اړیکې لا زیات پرمختګونه ولري.»

بلخوا په دوحه کې د اسلامي امارت سفیر، د نړۍ له هېوادونو سره د اسلامي امارت د اړیکو په پراختیا کې د قطر رول ګټور بللی دی.

د سیاسي چارو ځينې شنونکي په افغانستان کې د سولې او ثبات په ټینګښت کې د قطر رول مهم ګڼي.

د سیاسي چارو شنونکی فضل‌الرحمان اوریا په دې هکله طلوع‌نیوز ته وویل:«قطر د افغانستان اسلامي امارت سره ټینګې اړیکې لري او دغه هېواد کولای شي، چې په بهرني سیاست کې ښه شرایط برابر کړي، چې د نړۍ په کچه له اسلامي امارت سره تعاملات وشي او همدارنګه دغه هېواد کولای شي د افغانستان په سوله، ثبات او پرمختګ کې مهم رول ولوبوي.»

قطر، چې د اسلامي امارت او مخکیني افغان حکومت ترمنځ د سولې د خبرو اترو اصلي کوربه و، له امریکا او نورو لوېدیځو هېوادونو سره د اسلامي امارت په خبرو کې هم مهم رول لوبولی دی. دغه مذاکرات چې په دوحه کې ترسره شول، په ۲۰۲۰ کال کې د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ د سولې د هوکړې لامل شول.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه