اروپايي ټولنې، د افغانستان لپاره د برېټانیا سفارت او ملالې یوسفزۍ، په نوي ښوونیز کال کې په افغانستان کې د نجونو پر زدهکړو د بندیز دوام ته غبرګون ښودلی دی.
اروپايي ټولنې په افغانستان کې د نجونو له زدهکړو په ملاتړ سره، «زدهکړه د ټولو لپاره » په کمپاین کې چې اوس مهال د افغان نجونو له زدهکړو د ملاتړ لپاره کارول کېږي، ویلي چې زدهکړو ته لاسرسی د افغانستان د اوږدمهالي ثبات او سوکالۍ لپاره خورا مهم دی.
د اروپايي ټولنې په وینا، لوستې ښځې د مهمو مهارتونو او پوهې له لارې د یو پیاوړي، باثباته او پر ځان بسیا هېواد معمارانې دي.
د اروپايي ټولنې په خبرپاڼه کې راغلي: «زدهکړې د افغانستان د زغم، ودې او سوکالۍ لپاره حیاتي دي. هغه ښځې چې تحصیل یې کړی وي، د خپل مهارت او حیاتي پوهې له لارې، د یو پیاوړي، باثباته او پر ځان بسیا هېواد معمارانې دي. اروپايي ټولنه د دوی د زدهکړو له حقه ملاتړ کوي.»
د افغانستان لپاره د برېتانیا سفارت او د دغه هېواد شارژدافېر په روان ښوونیز کال کې له زدهکړو د ۴۰۰ زره نورو نجونو محرومیت د نجونو او افغانستان لپاره یوه غمیزه بللې ده.
دغه سفارت زدهکړې امتیاز نه؛ بلکې یو حق بللی او له اسلامي امارته یې غوښتي، چې دا بندیز لېرې کړي.
د افغانستان لپاره د برېټانیا سفارت همدارنګه ویلي:«د افغانستان د نوي ښوونیز کال په پیلېدو سره، ۴۰۰ زره نورې نجونې له زدهکړو بې برخې کېږي، چې له زدهکړو د ټولو محرومو نجونو شمېر ۲٫۲ مېلیونو ته رسېږي. دا د نجونو او د دوی د هېواد لپاره یوه غمیزه ده. زده کړې یو امتیاز نه؛ بلکې یو حق دی. موږ له طالبانو غواړو چې دا بندیز لېرې کړي.»
د ښځو د حقونو فعاله تفسیر سیاه پوش په دې هکله طلوعنیوز ته وايي:«زموږ ښځو غوښتنه دا ده، چې تړل شوې دروازې بېرته خلاصې شي، زموږ هغو حقونو ته چې، موږ یې د افغانستان په ټولنه کې لرو، پاملرنه وشي او محدودیتونه کم کړي، هغه څه چې موږ یې غواړو، دا دي چې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې دې پرانیستل شي.»
د مدرسې استاده انشراح رحماني هم وویل:«هغوی (نجونو) ته دې د زدهکړې حق ورکړل شي او هغوی ته اجازه ورکړل شي چې ښوونځي ته لاړې شي، ځکه چې د علم زدهکړه پر ښځو او نارینهوو فرض ده. زموږ ټولنه ډاکترانو، ښوونکو او انجینرانو ته اړتیا لري. په ټوله کې، موږ په هره برخه کې زدهکړیالو ته اړتیا لرو.»
بلخوا، د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ افغان نجونو ته په یوه پیغام کې د دوی پر زدهکړو دوامداره بندیز بې عدالتي بللې ده.
ملاله یوسفزۍ په دغه پیغام کې ویلي:«ګرانو افغان نجونو، تاسې باید نن په ښوونځي کې وای، پر خپلو څوکيو ناستې وای، کتابونه مو پرانیستي وای، او پر هغو امکاناتو مې فکر کولای چې راتلونکی یې درته برابروي؛ خو برعکس، هر سهار په داسې نړۍ کې راویښېږئ، چې تاسو ته وايي، ستاسو راتلونکی په تاسو پورې اړه نهلري.»
دا په داسې حال کې ده، چې د پوهنې وزارت د پنجشنبې په ورځ د هلکانو او له شپږم ټولګي د ښکته نجونو لپاره د نوي ښوونیز کال د پیلېدو خبر ورکړ؛ خو له شپږم ټولګي د پورته د نجونو د زدهکړو په تړاو یې څه ونه ویل.
په دې اړه مو اندونه