Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اېف‌بي‌ای د خلیفه سراج‌الدین حقاني پر سر جایزه لغوه کړه

د امریکا فدرالي څېړنو ادارې د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت د سرپرست خلیفه سراج‌الدین حقاني پر سر د اېښودل شوې لس مېلیون ډالري جایزې لېرې کړه.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د سرپرست حکومت د ځینو چارواکو پر سر د اېښودل شویو جایزو لغوه کېدل د اسلامي امارت د بهرني سیاست په برخه کې یو پرمختګ ګڼي.

ذبیح‌الله مجاهد په دې هکله وايي:«څو ورځې وړاندې موږ پرمختګونه درلود مثلاً، د یوه هېواد سره مو اړیکې تامین کړې، ځينې خلک، ملګري او مشران د جایزو له لېستونو ووتل، دا په خپله پرمختګ دی او دا پرمختګونه لا دوام کوي. دا په سیمه‌ییزه کچه هم خپله اغېزه لري، په نړۍواله کچه هم خپل اغېز لري او امارت د یوه مسوول لوري، د یوه منل شوي لوري په توګه معرفي کوي.»

خو، د دغې جایزې د لغوه کېدو په تړاو د راپورونو له خپرېدو وروسته، د خلیفه سراج‌الدین حقاني نوم لا هم د دغه بنسټ په نوملړ کې پاتې دی.

دا جایزه په داسې حال کې لغوه کېږي، چې په تېرو څه باندې درېیو کلونو کې په لومړي ځل تېره اوونۍ د امریکا متحده ایالتونو لومړنی رسمي پلاوی افغانستان ته راغی او د دغه سفر په پایله کې د اسلامي امارت له لوري یو امریکایی وګړی خوشې شو.

یو شمېر شنونکي پر دې باور دي، چې د یوه امریکايي پلاوي راتګ، له افغانستانه د یوه امریکايي وګړي خوشې کېدو او د کورنیو چارو وزارت پر سر د اېښودل شوې جایزې لغوه کېدو د کابل او واشنګټن ترمنځ د تعامل احتمال زیات کړی دی.

د سیاسي چارو شنونکی زلمی افغان‌یار په دې هکله طلوع‌نیوز ته وویل:«په سیاسي هوکړو کې تل ګټې او منافع مطرح وي. کله چې اېف‌بي‌ای او امریکایانو جایزه لېرې کړې، هیله لرم چې تقابلونه هم پای ته ورسېږي او د ملي ګټو د ساتنې پر محور، له افغانستان سره اړیکې ټینګې کړي.»

د سیاسي چارو شنونکی عبدالصادق حمیدزوی هم وايي:«ټرمپ د افغانستان حقایقو ته تسلیم شوی، او د دې جایزې لغوه کېدل دا اټکلونه زیاتوي، چې امریکا د تقابل پر ځای تعامل ته لومړیتوب ورکوي او دا تعاملات لا پراخوي.»»

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړندې د اسلامي امارت جګپوړي غړي انس حقاني د الجزیرې له خبري شبکې سره په مرکه کې د کورنیو چارو وزارت د سرپرست پر سر د اېښودل شوې جایزې د لغوه کېدو په تړاو د امریکا له پرېکړې هرکلی کړی و او هغه یې یوه سیاسي لاسته راوړنه بللې وه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه