پاکستان کې هغه افغان کډوال، چې په امریکا کې د بیا مېشتېدنې په تمه دي، له دغه هېواده غوښتي، چې په جبري توګه د کډوالو د ایستلو بهیر ودروي.
دوی د پاکستان لومړي وزیر ته یو پرانیستی لیک کې، د ویزو د غځولو په هکله اندېښنې او نورې ننګونې مطرح کړي او د مارچ تر ۳۱مې نېټې، به جبري توګه د افغان کډوالو د ایستلو په تړاو اندېښنه ښودلې ده.
په داسې حال کې، چې د افغان کډوالو په جبري توګه ایستلو د بهیر پیل ته شپږ ورځې پاتې دي.
د لیک په یوې برخه کې راغلي:«افغانستان ته د هغوی بېرته راستنول له بشري اصولو او نړۍوالو تړونونو سره په ټکر کې دي، چې پاکستان یې لاسلیک کوونکی دی. په دغه لیک کې کډوالو لیکلي لږ تر لږه موږ هیله لرو، هغه افغانان چې د کډوالۍ غوښتنلیکونه یې لا ځنډېدلي یا تایید شوي، د نیولو یا ایستلو له معافیته برخمن شي.»
له دې سره هممهاله، یو شمېر هغه افغان کډوال چې د ACC کارتونه لري، د پاکستان د پرېکړې په تړاو اندېښمن دي او وایي، چې په دومره لنډ وخت کې له دغه هېواده نهشي وتلای.
پاکستان کې افغان خبریال ظاهر بهاند وايي:«افغان کډوال هره ورځ د پاکستاني پولیسو لخوا ځورول کېږي، بندیان کېږي او شکنجه کېږي، او ترڅنګ یې هغه کسان هم نیول کېږي، چې قانوني ویزې لري.»
پاکستان کې افغان کډوال ملک اول خان شینواري هم وویل:«زموږ غوښتنه له اسلامي امارته دا ده، لکه څنګه چې په دې وروستیو ورځو کې د پاکستان یو استازی کابل ته راغی او له تاسو سره یې وکتل، تاسو هم یو پلاوی یا لوړپوړی چارواکی پاکستان ته واستوئ، ترڅو د کډوالو په اړه له پاکستاني حکومت سره خبرې وکړي.»
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د پاکستان حکومت له بېاسنادو افغان کډوالو او د ای سيسي کارت لرونکو غوښتنه کړې وه، چې باید د روان کال د مارچ تر ۳۱مې نېټې له دغه هېواده ووځي.
په دې اړه مو اندونه