Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

جوزجان کې راستنو شویو افغانانو ته د ۷ زره جریبه دولتي ځمکې وېش

د اسلامي امارت مشر د امر پربنسټ له ایران او پاکستانه را ایستل شویو کډوالو ته په جوزجان کې اووه زره جریبه ځمکه ځانګړې شوې ده.

د ایران او پاکستان له لوري د افغان کډوالو جبري ایستلو لړۍ له پيل سره زیات شمېر افغانان د ژوندانه د بل پړاو په پار هېواد ته راستانه شوي دي.

یوه بهرني مرستندویه بنسټ چې په نړیواله کچه له لوږې او بې وزلۍ سره مبارزه کوي تازه یې جوزجان ته له ګاونډیو هېوادونو راستنو شویو ۹۴۰ کورنیو ته نغدې پیسې وېشلي دي چې هرې کورنۍ ته څه باندې ۴۲ زره افغانۍ رسېدلي دي.

د جوزجان د کډوالو او راستنېدونکو چارو رییس، امان الله طلحه په دې اړه وايي: «امیرالمؤمنین هدایت ورکړې ده او ځمکې به ډېر ژر ووېشل شي او تاسې به له دولتي ځمکو برخمن شئ. موږ په یوه سیمه کې پنځه زره جریبه ځمکه معلومه کړې، او په بله سیمه کې نږدې دوه زره جریبه بله ځمکه مو د شړل شویو کسانو لپاره پیژندلې ده.»

له ایران او پاکستانه په جبري ډول را ایستل شوي ځینې کډوال په جوزجان کې د مرستو ترلاسه کولو ته خوشحاله دي او له مسوولینو غواړي چې ورته سرپناه هم جوړه کړي.

د شبرغان ښار اوسېدونکی ۶۴ کلن شېرمحمد یو له هغو زرګونه افغانانو څخه دی چې پاکستان کې له درې لسیزې کډوالۍ وروسته په جبري ډول له یاد هېواد څخه را ایستل شوی دی.

نوموړی د خپلې لس کسیزې کورنۍ یوازینی ګټیالی دی، چې د مرستې ترلاسه کولو سربېره د سرپناه جوړولو غوښتنه هم کوي.

له پاکستانه را ایستل شوی، شېرمحمد وايي: شیرمحمد چې له پاکستانه شړل شوی، وویل: «موږ ته دې ځمکه او حویلي راکړي او د کار زمینه دې راته برابره کړي.»

محب‌الله چې له ایرانه شړل شوی، وویل: «موږ له ایرانه وشړل شو او جوزجان ولایت ته راغلو. که د کور کرایې په برخه کې هم مرسته راسره وشي، ډېر به خوښ شو.»

ورته مهال د جوزجان والي وايي، له ګاونډیو هېوادونو د راستنو شویو کډوالو ملاتړ او سرپناه جوړولو په موخه د اسلامي امارت مشر په امر راستنو شویو ته ځمکه ځانګړې شوې ده.

د جوزجان د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست د معلوماتو پربنسټ له تېر کال راهیسې تر دامهاله له څلور زره زیاته کورنۍ له پاکستانه را ستنې شوې دي او په دغه ولایت کې ژوند کوي.‬

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه