د اسلامي امارت ویاند ذبيح الله مجاهد په کندهار کې د ځمکني ټرانسپورټ درېيو پروژو پرانيستي مراسمو ته د خبرو پرمهال وايي، اسلامي امارت له تېر کال راهیسې د ټاپې، افغان ټرانس، له چين سره د واخان نښلېدونکي سوداګريز دهليز او د کانونو استخراج سربېره په سياسي برخه کې هم د پام وړ پرمختګونه لرل.
د اسلامي امارت ویاند، ذبيح الله مجاهد په دې اړه داسې وايي: "په سياسي برخه کې اسلامي امارت تېر کال زيات پرمختګونه لرل، زياتو هېوادونو افغانستان کې سفارتونه پرانيستل، سوداګريز تړونونه وشول، بهرنی شرکتونو سرمايه ګذارۍ وکړې، دا ټول د زموږ د بريالۍ ډیپلوماسۍ او بهرني سياست برخه کې ده."
د دغو مراسمو پرمهال د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت سرپرست وايي، د اسلامي امارت د بيا واکمنېدو ورسته د هېواد ټرانسپورټي نظام د معياري بدلون په حال کې دی.
نوموړی وایي، تر راتلونکو ۱۴ مياشتو پورې به کندهار کې دوه او روزګان کې یو ځمکنی ترمينل د ۵۰۰ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شي چې موټر چلوونکو او مسافرو لپاره به ټولې اسانتیاوې ولري.
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت سرپرست، حميدالله اخندزاده هم وايي: "د اسلامي امارت په راتګ او امنیت په ټینګښت سره اوس تر بل هر وخت زيات ترانسپورتي شرايط چمتو شوي دي او موږ دغه هيلي ته رسېدونکي يوو."
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وازرت د پلان رییس، رستم حفیظ يار بیا وايي: "پر درېيو واړو پروژو ۵۰۰ ميلیونه افغانۍ لګښت راځي، چې د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت له بودجې ورکول کېږي."
د تړون کوونکي شرکت استازي، نياز احمد هم و ویل: "دغه پروژه به د ترانسپورت وزارت د مشخصاتو مطابق مخته وړل کیږي او د مسافرينو او موټر چلونکو لپاره ټولي اسانتیاوې په پام کې نيول شوي دي."
د کندهار اوسېدونکي هم د معياري ترمینلونو جوړول د ترافيکي ګڼې ګوڼې مخنیوي په برخه کې اغېزناک ګام بولي.
د کندهار اوسېدونکی، امير لالی وايي: "دا یو مهم او مثبت ګام دی، چې له ښاره دباندي د موټرو ترمینلونه جوړېږي. په دې سره به ټرافيکي ګڼه ګوڼه او ترافيکي پېښې کمې شي. موږ ددغه ډول نورو پروژو پلي کولو غوښتنه کوو."
د کندهار یو بل اوسېدونکی، رحمت الله هم څرګندوي: "کندهار ښار پراخېدونکی دی او زموږ هيله دا ده، چې د موټرو ترمینلونو له ښاره دباندي جوړ شي، چې خلک له ستونزو خلاص شي."
د اسلامي امارت مسوولينو د معلوماتو پربنسټ د کندهار د احمدشاه بابا نړۍوال هوايي ډګر د پراختيا پروژې سربېره د هېواد نورو هوایي ډګرونو او ځمکنیو ترمینلونو پراختيا پروژې یې تر کار لاندې دي چې د چارو عملي کېدو سره به یې زرګونه هېوادوالو ته کاري زمينې هم برابرې کړي.
په دې اړه مو اندونه