د بدخشان د کران او منجان ولسوالۍ د یوه کلي اوسېدونکي طلوعنیوز ته وايي، چې د روغتیايي مرکزونو د کمښت له امله، په تېر یوه کال کې په دغه کلي کې ۲۰ ښځو د زېږون پرمهال ژوند بایللی دی.
د دغو اوسېدونکو په وینا، په دغه کلي کې ډاکټران او قابلې نشته.
د بدخشان د کران او منجان ولسوالۍ اوسېدونکی دین محمد په دغه کلي کې د میندو د مړینې په اړه وايي:«دلته نه درمل شته، نه ډاکټر. موږ نشو کولی، چې د ناروغۍ پر مهال کوم ځای ته لاړ شو. خلک غریب دي او مالي امکانات هم نهلري، چې خپل ناروغ انتقال کړي. د تېر کال راهیسې تر اوسه ۲۰ ښځې د زېږون پر مهال وفات شوې دي.»
د بدخشان د کران او منجان ولسوالۍ بل اوسېدونکي عبدالوکیل هم وویل:«نږدې ۲۰ تنو مو د زېږون پر مهال ژوند بایللی دی. زموږ کلی له دې ځایه لېرې دی؛ خو نن د جنازې لپاره دغه کلي ته راغلی یم.»
ورته مهال، د هغې ښځې له خپلوانو چې، اوس اوس یې په دغه کلي کې د ژېږون پر مهال وفات شوې، عبدالرووف د طلوعنیوز خبریال ته په خپل کلي کې د روغتیايي امکاناتو په اړه غږېږي:«دلته نه ډاکټر شته او نه سړک. موږ د درې ورځو په اوږدو کې هڅه وکړه، چې بل ځای ته یې انتقال کړو؛ خو لار نهوه او په پای کې یې ژوند له لاسه ورکړ.»
بل پلو د دغې ولسوالۍ د روغتیايي مرکز مسوول په څو کلیو کې د زېږون پرمهال د امیندواره میندو د مړینې ۳۲ پېښو له ثبتولو خبر ورکوي.
د بدخشان د کران او منجان ولسوالۍ د روغتیايي مرکز مسوول باز محمد وايي:«موږ په یوه کال کې په کلینیک کې د مېرمنو د مړینې درې پېښې لرلې؛ خو په لېرې پرتو کلیو کې ۲۹ نورې مړینې هم رامنځته شوې دي، چې د کلیو د لېرېوالي او د امکاناتو د نشتوالي له امله یې ژوند بایللی دی.
خو د بدخشان د والي مرستیال وايي، چې د دغه ولایت لېرې پرتو ولسوالیو اوسېدونکو روغتیايي ستونزو ته به رسېدنه وکړي.
د بدخشان د والي مرستیال امینالله طیب طلوعنیوز ته وویل:«موږ مرکز ته خبر ورکوو، ترڅو د کران او منجان ولسوالۍ ته ځانګړې پاملرنه وشي او د عامې روغتیا محترم وزارت دې دلته یوه ډله وټاکي ترڅو د دې ولسوالۍ خلکو روغتیايي ستونزې حل شي.»
بدخشان د هېواد په شمال ختیځ کې له هغو ولایتونو دی، چې ډېری نښلېدونکي لارې يې پیچلي دي او دغهراز د روغتیايي مرکزونو کمښت د دغو ولسوالیو د اوسېدونکو جدي ننګونې ګڼل کېږي.
په دې اړه مو اندونه