Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د روسیې سفیر ادعا؛ له ترهګرۍ سره د افغان حکومت مبارزه بسندویه نه‌ده

پاکستان کې د روسیې سفیر البرټ پي خوروف، له یوې پاکستاني رسنۍ سره په مرکه کې، له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان د سرپرست حکومت هڅې بسندویه نه‌ګڼي.

ښاغلي خوروف، د ملېشو له ګواښونو سره د مبارزې په برخه کې، له پاکستان، افغانستان او د سیمې له ټولو هېوادونو سره د مسکو پر ملاتړ ټینګار کړی دی.
 
اکسپرس ټربیون، په اسلام‌اباد کې د روسیې د سفیر د دغو څرګندونو په هکله په یوه راپور کې لیکلي:«د سیمه‌ییز امنیت په اړه البرټ پي خوروف اعتراف وکړ، چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان هڅې بسندویه نه‌دي؛ خو دا یې په هېواد کې پر اقتصادي ستونزو او شته امنیتي وضعیت پورې اړوندې وبللې. نوموړي داعش، د روسیې ملي او سیمه‌ییز امنیت ته تر ټولو ستر ګواښ وباله او زیاته یې کړه، چې مسکو وضعیت له نږدې څاري او له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د څلور اړخیزې طرحې له مخې له سیمه‌ییزو شریکانو سره همکاري کوي.»

روسیه یو له هغو هېوادونو دی، چې په لومړي ځل یې د خپل هېواد له ممنوعه نوملړه د اسلامي امارت د نوم د ایستلو خبره وکړه او دغه هېواد له تېرو درې نیمو کلونو راهیسې له اسلامي امارت سره ډیپلوماتیکې اړیکې لري.

سرپرست حکومت تل د نورو هېوادونو پر وړاندې د افغانستان د خاورې د امنیت ډاډ ورکړی او له ترهګرۍ سره یې ګډه مبارزه مهمه بللې ده.

د سیاسي چارو شنونکی فضل‌الرحمن اوریا وايي:«روسیه کولی شي د هغې داعشي ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې، چې له پاکستانه صادریږي، د افغانستان حکومت له امنیتي، تخنیکي او استخباراتي برخو سره مرسته وکړي، او دا مرستې به طبیعتاً د داعش د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره ګټورې پرېوځي.»

د نظامي چارو شنونکي محمد زلمي افغانیار هم طلوع‌نیوز ته وویل:«د روسیې دا پیغام سیاسي دی. د ترهګرۍ موضوع یو نړۍوال بحث دی، چې افغانستان هم ترې اغېزمن شوی دی. هیله لرم، چې روسان او پاکستانیان له افغانستان سره همکاري وکړي.» 

دا په داسې حال کې ده، چې د تېر کال د مرغومې په ۲۶ د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د ترهګرۍ پر وړاندې د سیمې د هېوادونو پر ګډې مبارزې ټینګار کړی و.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه