د ۲۰۲۳ کال له پيله تر دې دمه له تورخم لارې څه باندې ۶۷زره کورنۍ په جبري توګه هېواد ته را ستنې شوې دي.
د ننګرهار د کډوالو او راستنېدونکو چارو رییس وايي، له دغې ډلې ۴۷ زره او ۲۳۱ کورنۍ دغه ولایت کې مېشتې شوې دي.
د ننګرهار د کډوالو او راستنېدونکو چارو رییس، باز محمد عبدالرحمان و ویل: «د تورخم له لارې ۶۷ زره او ۴۷۳ کورنۍ چې ۳۵۵ زره او نهه سوه کسان کیږي، راستانه شوي، له دې ډلې ۷۰ سلنې یې په ننګرهار او پاتې یې نورو ولایتونو کې استوګن شوي دي.»
ورته مهال راستنې شوې کورنۍ بیا له سرپرست حکومت او مرستندویه ادارو د دایمي سرپناه او کاري زمینې د رامنځته کولو غوښتنه کوي.
له پاکستانه را ایستل شوي، جمال خان و ویل: «د پاکستان حکومت له لوري ډېر ځورېدلو، اخر اړ شوو چې افغانستان ته په کډه راشو، خدای دې دلته زمونږ سبب وکړي.»
بل را ایستل شوي، لیاقت الله ساپي و ویل: «ډېر زیات خوشاله یم چې خپل هېواد کې اوسېږم، له دې غږه خلاص یم چې مهاجره پاڅه، مهاجره کېنه، مهاجره کارت راکړه. اوس مې له اسلامي امارت او له موسسو غوښتنه دا ده چې د سرپناه تر څنګ دې راته کار روزګار زمینه برابره کړي.»
د ننګرهار د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست د مالوماتو لمخې، دغه ولایت کې له پاکستانه را ایستل شوي کډوال د کرنې، مالدارۍ، حرفوي زده کړو او کوچنیو کاروبارونو په برخه کې ملاتړ ته اړتیا لري او دوی هڅه کوي د مرستندویه ادارو پرمټ ورته رسېدنه وکړي.
په دې اړه مو اندونه