د اسلامي امارت رهبر د حکم لمخې، د غزني پوهنتون لپاره د طب پوهنځی منظور شوی دی.
د غزني پوهنتون رییس دغه ګام مهم پرمختګ ګڼي او زیاتوي چې دغه پوهنځي ته به ټول اړین امکانات برابر کړای شي.
د غزني پوهنتون رییس، عبدالواسع منصور و ویل: «د کادري روغتون، بلاک، د تدریسي ځای او استادانو اړیتا وه، یا نور له مالي اړخه ځینې اړتیاوې وې؛ دا ټولې په پام کې نیول شوي او دا ټول وړاندیز او له هغې لوري منظور شوي دي.»
غزني کې ځینې محصلین وايي، طب پوهنځي کې یې د زده کړو هیلې لرلې خو د اقتصادي ستونزو له امله یې په خصوصي پوهنتونونو کې د زده کړو وس نه لره.
غزني کې محصل، سمیع الله و ویل: «دا چې غزني پوهنتون د طب پوهنځی نه درلود، زما په ګډون ډېر داسې کسان شته چې د اقتصادي ستونزو له امله یې نشوای کولای په شخصي پوهنتونونو کې طب و وایي، ځکه خو دوی اړ ایستل کیدل چې دلته په غزني پوهنتون کې نور پوهنځي انتخاب کړي.»
بل محصل، نصرت الله و ویل: «ډېرو محصلینو ارمان درلود چې غزني پوهنتون کې طب پوهنځی و وایی، خو دلته د طب پوهنځی نه و او دوی په شخصي پوهنتونونو کې د اقتصادي ستونزو له امله نشو ویلای.»
بل لور ته د غزني ځینې اوسېدونکي د طب پوهنځي جوړېدل د روغتیايي سکټور پیاوړتیا لپاره اغېزناک ګام ګڼي او له اړونده مسوولینو د طب پوهنځي د جوړېدو چارو د چټکتیا غوښتنې لري.
د غزني اوسېدونکی، محب الله وایي: «زموږ له مسوولینو غوښتنه دا ده چې، د طب پوهنځي جوړولو چارې ګړندۍ کړي او ژر یې فعالیت پیل کړي څو دلته متخصصین او ډاکټران و روزل شي او د غزني او څېرمه ولایتونو لپاره روغتیایي خدمتونه وړاندې کړي.»
دا مهال په غزني کې یوازې خصوصي پوهنتونونو کې د طب زده کړو ته زمینه برابره ده خو په غزني پوهنتون کې د طب پوهنځي جوړېدل به ګڼو ځوانانو ته په کم لګښت د طب په برخه کې د مسلکي زده کړو زمينه برابره کړي.
په دې اړه مو اندونه