Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

بښنې نړۍوال سازمان له پاکستان غواړي چې د کډوالو ایستل ژر ودروي

د بښنې نړۍوال سازمان له پاکستانه په جبري توګه د افغان کډوالو د اېستنې د طرحې د لغوه کېدو غوښتنه کړې ده.

د سویلي اسیا په چارو کې د دغه سازمان یوه سیمه ییز مسوول ویلي، دا پرېکړه د پاکستان د حکومت له ژمنو او د بشري حقونو د سازمانونو له تکراري غوښتنو سره په ټکر کې ده.

د بښنې نړۍوال سازمان د سویلي اسیا لپاره د سیمه ییز مدیر مرستیال، اېزابېل لاسي وايي: «مبهم اجرایوي فرمانونه د حکومت له خپلو ژمنو او تکراري غوښتنو سره په ټکر کې دي. د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو د حقونو د ملاتړ لپاره د بشري حقونو سازمانونه شتون لري.»

په پاکستان کې افغان کډوال، رجبي په دې اړه وايي: « موږ دا هیله لرو چې له پاکستانه د کډوالو جبري ایستل ودرول شي، څو د هغوی لپاره د هیلو یوه کړکۍ پرانیستې پاتې شي. موږ دلته [په پاکستان کې] هره ورځ له بېلابېلو ستونزو سره مخ یو.»

بل لور ته، پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد فدرالي حکومت پرېکړه کړې، چې د مارچ تر ۳۱ وروسته د افغان کډوالو د اېستلو موده ونه غځول شي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په مشرۍ یوه غونډه کې پرېکړه وشوه، چې په اسلام اباد او راولپنډۍ کې مېشتو افغانانو ته چې مخکې خبرداری ورکړل شوی، د اېستلو پریکړه په جدي توګه عملي کېږي.

په پاکستان کې افغان کډوال، محمد رضا سازش وايي: « په پاکستان کې دا ډېرې سختې ورځې دي د کډوالو لپاره. موږ، کډوال اندېښمن یو او ویره لرو، ځکه چې د ۳۱ مارچ نېټه رانژدې کېږي.»

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت هم د پاکستان دغه پرېکړه د نړیوالو او ګاونډیتوب د اصولو خلاف بولي او زیاتوي چې په دې اړه یې خپلې اندېښنې له پاکستاني لوري سره شریکې کړې دي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند، عبدالمطلب حقاني بیا څرګندوي چې: « د کډوالو پر ضد دا ډول پرېکړه له ټولو نړیوالو کنوانسیونونو سره په ټکر کې ده او د اسلامي، انساني او ګاونډیتوب له اصولو سره مخالفت لري. دا پرېکړه نه‌ یوازې ستونزې نه حلوي، بلکې لا یې زیاتوي. موږ خپله اندېښنه له پاکستان سره شریکه کړې ده.»

د چهارشنبې په ورځ د ننګرهار د کډوالو او راستنېدونکو چارو رييس هم وويل، چې د ۲۰۲۳ کال له پيل راهيسې تر اوسه د تورخم له لارې څه باندې ۶۷ زره کورنۍ په زوره هېواد ته راستنې شوې دي.

بل لور ته، پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد فدرالي حکومت پرېکړه کړې چې د مارچ تر ۳۱ وروسته د افغان کډوالو د اېستلو موده ونه غځول شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه