Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د واشنګټن په پالیسۍ کې بدلون؛ ټرمپ له ا.ا سره عملي تګلاره غوره کوي

په واشنګټن کې د ویلسن څېړنیز مرکز یو مسوول لیکلي، چې ډانلډ ټرمپ له اوسنيو افغان چارواکو سره ډېر عملي چلن غوره کړی دی.

مایکل کوګلمن د خلیفه سراج الدین حقاني او دوو نورو چارواکو پر سر د انعام لرې کولو، کابل ته د امریکايي پلاوي سفر او د جورج ګلزمن خوشې کېدو ته په اشارې ویلي، دغه پېښې په ۲۰۲۱ کال کې د "طالبانو" په اړه د واشنګټن په پالیسۍ کې د پام وړ بدلون په ګوته کوي.

هغه ویلي: «د ټرمپ د ادارې نوې کړنلاره د معاملې جوړونکي ته منسوبیدی شي. په داسې حال کې چې په افغانستان کې د نوموړي محدود اهداف د پاتې امریکايي وګړو خوشې کول او د امریکا د وسلو بیرته ستنول دي، نور څه هم شته چې ښايي سپینه ماڼۍ یې وروسته غواړي، لکه له ترهګرۍ سره په مبارزه کې مرسته.»

د سیاسي چارو شنونکي، ویس ناصري و ویل: «که هغه شرطونه او هوکړې پلي کړای شي چې امریکا مطرح کړي، نو کېدای شي متحده ایالات په ناڅاپي ډول اسلامي امارت د افغانستان د رسمي حکومت په توګه ومني.»

د سیاسي چارو بل شنونکي، معین‌ګل څمکني و ویل: «امریکا په افغانستان کې خپلې ګټې لري، موږ هم هلته خپلې ګټې لرو. باید دا اړیکې تعریف شي او پر هماغه اساس پرېکړې وشي.»

په ورته مهال انډیپنډنټ ورځپاڼې هم د کارپوهانو له قوله راپور ورکړی چې ښايي زلمی خلیلزاد د افغانستان له اوسني حکومت سره د ډانلډ ټرمپ د منځګړي په توګه بېرته افغانستان ته ستون شي.

تر دې وړاندې د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد له العربیه سره په مرکه کې ویلي چې د افغانستان سرپرست حکومت له امریکا سره جګړه بنده کړې او له دغه هېواد سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی. 
نوموړي له امريکا غوښتي، چې په کابل کې خپل سفارت پرانيزي، څو د کابل او واشنګټن ترمنځ د باور فضا رامنځته شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه