ایران له افغانستان سره د خپلې پولې د امنیت ساتنې په موخه ۵۵ کیلومتره دیوال پورته کړی دی.
ایراني رسنۍ راپور ورکړی چې ایران له افغانستان سره پر خپله ۵۵ کیلومټره پوله دېوال جوړ کړی دی. د ایران د تایباد ښاروال ویلي چې د دغه دېوال د جوړېدو لومړۍ پړاو په بریالیتوب سره بشپړ شوی دی.
هغه زیاته کړې چې د ایران او افغانستان تر منځ پر پوله د دېوال جوړېدل د دغه هېواد یوه له مهمو طرحو ده.
د ایران رسنۍ راپور داسې وايي: د ایران او افغانستان تر منځ د پولې تړل او دېوال جوړېدل د هېواد یوه له مهمو فعالو ستټراټیژیکو طرحو ده، چې رغنیزې چارې یې د وروستیو علمي، تخنیکي او اصولي موندنو پر بنسټ د پوځ د ځمکنیو ځواکونو لخوا پر مخ روانې دي.
د سیاسي چارو شنونکی، کامران امان هم وايي: هیله من یو چې ایران له موږ سره ډيپلوماټيکې اړیکې ولري او یې ساتلای شي. ټولې ځمکنۍ او هوايي لارې پرانیستې اوسي. څو موږ تګ راتګ ولرو.
له ایران سره د افغانستان پر پوله دېوال په داسې حال کې جوړېږي، چې ایران تل د افغانانو د ناقانونه کډوالۍ او د نشه یي توکو د قاچاق د مسایلو په تړاو اندېښنه څرګنده کړې ده.
د نظامي چارو ځينې شنونکي وایي، د پولې تړل د نړیوالو قوانینو له مخې، د هر هېواد حق دی او د دغه دېوال جوړېدل کولای شي د نشه یي توکو د قاچاق مخه ونیسي او د ناقانونه کډوالو تګ راتګ کم کړي.
اسدالله ندیم، د نظامي چارو شنونکي، وویل: "ایران د یوه هېواد په توګه حق لري چې د خپلو پولو د امنیت د تأمین لپاره ځینې امنیتي تدابیر ونیسي، لکه د دېوال جوړول یا موانع جوړول."
د نظامي چارو یوه بل شنونکي، زلمي افغانیار هم و ویل: "که هغوی د ترهګرۍ له ستونزې په وېره کې دي، نو باید د استخباراتي معلوماتو تبادله او په دې برخه کې له افغانستان سره همکاري ولري."
تر دې وړاندې ایراني چارواکو اعلان کړی و، چې د خراسان رضوي، سویلي خراسان او سیستان و بلوچستان ولایتونو کې به د پولو د تړلو چارې په راتلونکو درېیو کلونو کې بشپړې شي.
ایران د پولې د تړلو د پروژې د پلي کولو لپاره خپلو وسله والو ځواکونو ته درې میلیارده ډالر ځانګړي کړي دي.
په دې اړه مو اندونه