Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هرات کې بې سرپرسته ماشومانو ته د کسب زده کړې زمینه برابره شوې ده

هرات کې یوه روزنتون سلګونه یتیمو او بې سرپرسته ماشومانو ته د کسبونو د زده کړې زمینه برابره کړې ده.

دغه روزنتون چې د ځینو شتمنو او ځایي خلکو له لوري یې ملاتړ کیږي د یو زر او پنځه سوه ماشومانو پالنه او روزنه کوي.

دغه ماشومان د کسبونو زده کړې ترڅنګ د ښوونځي مضمونونه او دیني زده کړې هم کوي.

د روزنتون مسوول، اسدالله متوکل وايي: «د هلکانو لپاره مو د خیاطۍ، پایپ‌کشۍ، برښنا، موبایل جوړولو او موټرسایکل جوړولو ټولګي پرانیستي دي، څو له دیني او د ښوونځیو د مضامینو سره یو ځای مسلک زده کړي او راتلونکي کې ګټور کسان و اوسي.»

دغه روزنتون کې سلګونه بې سرپرسته ماشومان په ۲۴ ساعته ډول ساتل کیږي.

دوی د  بې وزلۍ له امله ښوونځي ته له نه تګ سربېره بې برخلیکه پاتې وو.

روزنتون کې زده کوونکي، محمد طیب و ویل: «زه خوشاله یم چې د یتیمو ماشومانو لپار دا ټولګي جوړ شوي، څو هغوی زده‌کړې وکړي او خپل راتلونکی ژوند تامین کړي.»

بل زده کوونکي، عبدالباقي و ویل: «زه خوشاله یم چې دا ټولګي جوړ شوي، څو موږ زده‌کړې وکړو او د افغانستان خلکو ته خدمت وکړو.»

بې‌سرپرسته ماشومان دغه روزنتون کې کسب زده کوي، څو راتلونکې کې خپل کاروبار او عاید ولري.

هرات کې دیني عالم، سید حمیدالله سادات و ویل: «د اسلام ستر پېغمبر فرمایي، څوک چې د یتیم سرپرستي پر غاړه واخلي، زه او هغه به په اخرت کې لکه د دوو ګوتو د واټن په اندازه سره نږدې یو ځای یو.»

د یوه خیریه بنسټ استازي، خلیل احمد شهیدزاده و ویل: «موږ باید داسې څه وکړو چې زموږ یتیم بې وزله نه، بلکې استاد، ډاکټر او ورزشکار شي.»

ډېری دغو ماشومانو خپل پلرونه د جګړو او ټرافیکي پېښو له امله لاسه ورکړي دي.

این کودکان به‌طور شبانه روزی در این پرورش‌گاه نگه‌داری می‌شوند که به علت ناداری خانواده‌های شان، به مکتب نمی‌رفتند و بی‌سرنوشت مانده بودند.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه