د اسلامي امارت مشر شیخ هبتالله اخندزاده په کندهار ښار کې د اختر لمانځه تر اداینې وروسته، د وینا پر مهال د اختلافونو پر یوې خوا ته کېدو ټينګار کړی دی.
د اسلامي امارت مشر ویلي، اسلامي نظام هغه وخت بریالی کېږي، چې د هېواد ټول وګړي یې یووالی او اتحاد ولري.
د اسلامي امارت مشر په دغې وینا کې همدارنګه ویلي، چې ځينې کسان له منفي تبلیغاتو سره د خلکو او حکومت ترمنځ د واټن رامنځته کولو هڅه کوي.
د اسلامي امارت مشر شیخ هبتالله اخندزاده په دې هکله ویلي:«اسلامي نظام کله کامیابېږي؟ دا هغه وخت کامیابېږي، چې زما او ستا په منځ کې، اتفاق او اتحاد وي. ګورئ دا شیطانان نن کوښښ کوي، چې عام خلک او حکومت سره جلا کړي، امارت سره جلا کړي، د ډیموکراسۍوالا، دا د کفارو والا، دومره زهري تبلیغات کوي، پر مسلمانانو او د اسلامي امارت پر مشرانو عیبونه لګوي او دوی بېکفایته بولي.»
د اسلامي امارت مشر زیاته کړې، هغه قانون چې سرچینه یې لوېدیځ وي، د پلي کېدو وړ نهدی، نوموړی زیاتوي، چې اوسمهال د شریعت پر بنسټ قانون پر جوړېدو کار روان دی.
د اسلامي امارت مشر وايي:«ګورئ! داسې قانون نشته چې سرچینه یې له لوېدیځه اخلي، داسې قانون نشته، قانون دغه قانون دی چې موږ یې دلته جوړوو، سرچینه یې هم دلته ده او متخصصین یې هم دلته دي او جوړېږي هم دلته، له لوېدیځ څخه فوټوکاپي نشته.»
د اسلامي امارت مشر دغهراز د فلسطین پر خلکو د اسراییلو پر بریدونو هم نیوکه کړې ده.
په دې اړه مو اندونه