Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اختر پر ورځ د نجونو غوښتنه؛ اسلامي امارت دې د ښوونځيو دروازې پرانیزي

د کمکي اختر په را رسیدو سره ښځینه زده کوونکې له اسلامي امارته غواړي چې د دوی پر مخ دې تر شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي.

دغه نجونې پر زده‌کړو په ټینګار سره وایي، نه باید له دغه حقه محرومې شي.

د لسم ټولګي زده کوونکې ۱۵ کلنه نبینه وایي، د کور کارونه کوي، څو یې له زده‌کړو لېرې والی خپه نه کړي.

نبینه طلوع‌نیوز ته وایي: «د ښوونځیو په اړه باید جدي پرېکړه وشي، ځکه د ښوونځیو موضوع زموږ له راتلونکي سره تړاو لري او دا زموږ حق دی. موږ د اختر پر ورځ له اسلامي امارته غواړو چې ژر تر ژره د نجونو د ښوونځیو په اړه پرېکړه وکړي.»

بلې زده کوونکې، شیلا و ویل: «زده‌کړې د ټولو نجونو حق دی. یوه ټولنه هغه وخت پرمختګ کوي چې د هغې ټولنې نجونې لوستې وي؛ نو زموږ غوښتنه له اسلامي امارته دا ده چې د افغانستان د ټولو نجونو پر مخ ښوونځي پرانیزي.»

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د یوناما له مشرې روزا اوتونبایوا سره کتنه کې د نجونو زده‌کړې د افغانستان د راتلونکي لپاره اړینې بللي دي.
 
د پخواني ولسمشر حامد کرزي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي: «پخواني ولسمشر د افغانستان د راتلونکي لپاره د نجونو زده‌کړې اړینې بللي او په دې هکله یې د ملګرو ملتونو له مرستو مننه وکړه.»

د پوهنتون استاد، ذکي‌الله محمدي و ویل: «زموږ د خوېندو د زده‌کړو پر وړاندې دې خنډونه ژر تر ژره لرې شي، هر ډول خنډ چې وي باید لېرې کړای شي او د اسلامي شریعت او د افغانستان له فرهنګ سره سم باید ورته د زده کړو زمینه برابره شي.»

د ۱۴۰۴ ښوونیز کال د وري میاشتې په لومړۍ پیل شو خو تر اوسه له شپږم ټولګي د پورته نجونو د زده‌کړو برخلیک څرګند نه دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه