د بلخ والي د روضې مبارکې جومات کې د کوچني اختر تر لمانځه وروسته وايي، هیڅ چاته د اوسني نظام د تخریب اجازه نه ورکوي.
د هغه په خبره، دغه نظام د قربانیو او خلکو په همکارۍ رامنځته شوی دی.
د بلخ والي محمد یوسف وفا و ویل: « دا نظام په ککریو راغلی، دا نظام په وینو راغلی، هیڅ چاته اجازه نه ورکوو چې تخریب یې کړي، که څوک یې په لاس، ژبې او که یې په فکري جګړه تخریبوي، ځکه دې ولس پر دې نظام قربانۍ ورکړې دي.»
بلخوا بلخ او سرپل ولایتونو کې ځینې دیني عالمانو د اختر ورځو کې د امنیت ټینګښت ستاینې ترڅنګ د وړتیا، مهارت او ژمنتیا لمخې د مسلکي کادرونو پر ګومارنې ټینګار کړی دی.
بلخ کې دیني عالم، محمد عبدالقاهر و ویل:«له ژمنتیا او تخصص پرته ازبک له تاجک، تاجک له پښتون او پښتون له نورو فضیلت نه لري. علمي کادرونه باید هغو ځایونو کې وګومارل شي چې پکې تخصص لري، نړۍ له دا ډول سیاسته وېرېږي.»
سرپل کې دیني عالم، نعمت الله حنفي و ویل: «موږ د الله شکر ادا کوو چې دا اختر په امن او ارامۍ سره تېریږي. هیڅ امنیتي اندېښنه نه وه او موږ له امنیتي ځواکونو مننه کوو.»
د نظام ساتنه او ملاتړ، د اسلامي امارت مشر د فرمانونو پلي کول، د قومونو ترمنځ د یووالي پیاوړتیا او یوبل منل هغه نور مسایل وو چې د سمنګان، فاریاب او جوزجان سیمهییزو مسوولینو او دیني عالمانو پرې ټینګار کړی دی.
په دې اړه مو اندونه