Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اوبو انرژۍ وزارت سږکال د څلورو بندونو سروې او ډېزاین پیلوي

د اوبو او انرژۍ وزارت په ۱۴۰۴ هجري لمریز کال کې د اوبو د څلورو لویو بندونو د سروې او ډیزاین له پیله خبر ورکوي.

د دغه وزارت د ویاند په خبره، په تخار کې د کوکچې بند، په بغلان کې د کیله ګي بند، په غزني کې د زردالو بند او په هرات ولایت کې کاداناک هغه بندونه دي چې د هېواد د اوبو د مدیریت په موخه به یې د سروې او ډیزاین چارې پلان سږ کال پیل شي.

مطیع الله عابد طلوع‌نیوز ته و ویل: « د یادونې ده چې د دغه بندونو لپاره د اوبو او انرژۍ وزارت ته بودجه ورکړ شوې ده او په پام کې ده چې سږ کال یې د سروې او ډیزاین چارې هم پیل شي.»

اخوا، ځینې کارپوهان د بندونو پر جوړېدو پانګونه د اقتصاد، کرنې، او انرژۍ د ودې لپاره اغېزناکه ګڼي.

د افغانستان د برېښنا شرکت پخوانی رییس امان الله غالب وایي: « په افغانستان کې موږ ډېر بندونه لرو هغه که د برېښنا د تولید لپاره وي، که د ځمکو خړوبولو، د څښاک اوبو یا د اوبو زېرمه کولو لپاره. د اوبو او انرژۍ وزارت دنده لري چې له پانګونې او پراختیایي پروژو په ګټنې پر دغو پروژو کار وکړي.»

د اقتصادي چارو بل شنونکی عبدالغفار نظامي بیا داسې وایي: « د بندونو، کانالونو او چک ډمونو جوړول د ښه مدیریت نښه ده. افغانستان دا ډول پروژو ته اړتیا لري ترڅو له اقتصادي ستونزو خلاص شي.»

که څه هم د هېواد په کچه د ځینو لویو بندونو د جوړولو چارې روانې دي، خو هېوادوال له حکومته غواړي چې د اقتصادي پرمختګ او د خلکو لپاره د کار زمینې د برابرولو په موخه، د لا ډېرو پانګونو د جلبولو لپاره خپلې هڅې زیاتې کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه