Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د روسیې لویې څارنوالۍ له لوري له تورنوملړه د "طالبان" نوم لرې کولو غوښتنه

د روسیې لویې څارنوالۍ د دغه هېواد له سترې محکمې غوښتي چې، د طالبانو نوم چې، د روسیې په تور نوملړ کې دی، حذف کړي.

د انټرفاکس خبري اژانس د راپور لمخې د روسیې له لوري د اسلامي امارت د نوم ایستلو په اړه د روسیې له اندیښنو وروسته د روسیې د لوی څارنوال دفتر له سترې محکمې غوښتي چې د دغه هیواد له تور نوملړ د اسلامي امارت نوم د لنډ مهال لپاره لرې کړي.

د راپورونو لمخې، د روسیې ستره محکمه به د روانې زیږدیز میاشتې په ۱۷ نېټه په دې اړه د تړلو دروازو ترشا غونډه وکړي.

د روسیې د سترې محکمې اعلامیه کاږي چې: د روسیې د لوی څارنوال دفتر له خوا د بیاکتنې لپاره چې د سازمانونو په واحد فدرالي نوملړ، د بهرنیو او نړیوالو سازمانونو په ګډون چې د روسیې د قانون له مخې د ترهګرو په توګه پیژندل کیږي یو اداري اقدام ترلاسه او منل شوی.

د سیاسي چارو شنونکی، جنت فهیم چکري هم وايي: د روسیې دا اقدام چې اسلامي امارت د ممنوعه ډلو له نوملړه لرې کړي دا یو نیک اقدام دی. اټکل دا کېدای شي چې روسیه له افغانستان سره خپلې اړیکې نورې هم نږدې کړي. 

که څه هم اسلامي امارت تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي، خو سرپرست حکومت له ممنوعه نوملړ څخه د اسلامي امارت د نوم د ایستلو د طرحې په اړه د روسیې د ولسي جرګې د مثبتو رایو په غبرګون کې ویلي، چې دا د روسیې او اسلامي امارت ترمنځ د اړیکو د پراخولو لپاره یو مهم ګام دی.

د سیاسي چارو شنونکی، سیداکبر سیال وردګ په دې اړه وايي: هغه هېوادونه چې د روسیې په محور څرخیږي، نو هغوی به خامخا اسلامي امارت ته نور هم رانږدې کیږي او په ټولو برخو کې به اسلامي امارت سره تعاملات کوي.  

د سیاسي چارو یو بل شنونکی، هېواد ځاځی هم وايي: د امریکایانو یا لویدیځو او روسیې ترمنځ د افغانستان پر سر یو رقابت شته او دې کې شک نشته نو دوی غواړي چې له ډيپلوماټيکو اړیکو له لارې دلته خپل رول ولري.

تر دې مخکې د روسیې ولسمشر د ۱۴۰۳ کال د مرغومې په ۸ یو قانون لاسلیک کړ چې پر اساس به یې د هغو سازمانونو پر فعالیت بندیزونه چې د دغه هېواد د ترهګرو ډلو په لېست کې دي، په لنډ مهالې توګه لرې کېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه