جاپاني څېړنیز مرکز چې ټوډا د سولې انسټیټوټ نومیږي، دغه موضوع څېړلې ده.
په دغه څېړنیز راپور کې پر هغو لاملونو خبرې شوي چې له اقلیمي بدلون سره د افغانستان د مبارزې بې وسي پکې راسپړل شوې ده.
ټوډا انسټیټوټ په دغه راپور کې ویلي، افغانستان له هغو لسو هېوادونو دی چې له اقلیمي بدلونه اغېزمن دی، خو بېرته یې بیا پر وړاندې د مبارزې لپاره مهمې سرچینې نه لري.
راپور زیاتوي: «افغانستان د هغو لسو هېوادونو په کتار کې دی چې په تاریخي توګه یې کافي اقلیمي تمویل نه دی ترلاسه کړی. په دغه ډله کې چاډ، سویلي سوډان، سومالیا، نیجر، مالي، یمن، اېتوپیا، اوګانډا او عراق هېوادونه هم شامل دي. دغه هېوادونه سربېره پر دې چې د اقليمي بدلون له ګواښ سره مخ دي، نړۍوال ملاتړ یې هم نه دی ترلاسه کړی.»
د ټوډا انسټیټوټ د افغانستان د تحلیلونو شبکې (AAN) د راپور د اټکل له مخې ویلي، «د اقلیمي پېښو له امله اقتصادي زیانونه هر کال د ۵۵۰ میلیونه ډالرو په کچه وي، او په سختو وچکالیو کې دغه زیانونه تر ۳ میلیاردو ډالرو پورې رسېږي چې د هېواد د ۳.۲ سلنې تر ۱۸٪ پورې له خالص عاید سره برابر دی. دا شمېرې که بیا د افغانستان له ملي بودجې سره پرتله شي، یوازې ۲.۷میلیارده ډالره وه، حیرانوونکي ده، ځکه هغه یوازې د حکومت د لومړنیو فعالیتونو لپاره کافي دي. په ورته وخت کې، د افغانستان د ملي ټاکل شویو موخو تحلیل اټکل کړی چې د ګواښونو د راکمولو لپاره تر ۲۰۳۰ پورې ۱.۷ میلیارده ډالره ته اړتیا ده.»
راپور زیاته کړې چې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته چې افغانستان ته د پیسو راتګ او له نړۍ سره تعامل کم شوی، نړۍوال ملاتړ ډېر راکم شوی او هېواد ته د نړۍوال فنډ راتګ ناممکن ته نږدې دی.
د دغه جاپاني څېړنیز انسټیټوټ راپور وايي، په داسې حالت کې افغانستان یوازې پر خپلو سرچینو تکیه نشي کولی، ځکه چې د کانونو سکټور هم په بشپړه توګه پراختیا نده موندلې او د را ایستنې لپاره لازمي زیربنایي جوړښتونه او قوانین نه دي رامنځته شوي.
په دې اړه مو اندونه