Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له ټرمپه د اسلامي امارت په بند کې د برېټانیوۍ جوړې د خوشې کېدو غوښتنه

د اسلامي امارت په بند کې د برېټانیوۍ جوړې د کورنۍ غړي په یوه ویډیو کې وايي چې هغوی په افغانستان کې له کوم تور پرته نیول شوي دي.

د دغې برېټانیوۍ جوړې د زوی په وینا، که څه هم څو ځله ورسره د پلار او مور د خوشې کېدو ژمنې شوي، خو لا هم په افغانستان کې بندیان دي.

د پیټر رینولدز زوی، جاناتان رینولدز ویلي: دوی له تېرو اتو اونیو راهیسې د طالبانو له خوا له کوم تور پرته د افغانستان په یوه بندخونه کې ساتل کېږي. موږ ته په دوامداره توګه ویل کیږي چې دوی هیڅ تیروتنه نه ده کړي. دوی هیڅ جرم نه دی کړی او ژر به خوشي شي. خو دوی لا هم په زندان کې دي.

د دغو دوو برټانویانو د کورنۍ غړي وايي، چې پلار او مور يې د روان کال د فبرورۍ په لومړۍ نېټه په باميانو کې له امریکایۍ في ډي هال او د دوی له افغان ژباړونکي سره ونيول شول.

د دغې برېټانیوئ جوړې زوی او لمسۍ د امریکا له ولسمشر ډانلډ ټرمپ څخه غواړي چې په خلاصون کې یې مرسته وکړي.

د پیټر رینولدز زوی، جاناتان رینولدز په دغه برخه کې وايي: تیره اونۍ، تاسو په یو ډول وتوانیدي چې في ډي هال له افغانستانه بهر او بیرته امریکا ته راستنه کړئ. زه دلته ولاړ یم او له تاسو څخه غواړم چې زما له مور او پلار سره مرسته وکړي څو له بنده را خلاص شي. دوی ۱۳ لمسیان او اولادونه لري چې د امریکا وګړي دي.

د پیټر رینولدز لمسۍ، آنابل بیا وايي: ښاغلی ولسمشر، مهرباني وکړئ زما نیا او نیکه را وباسي. زه یوازې غواړم دوی بیا وګورم. مهرباني وکړئ، زه پوهیږم چې تاسو کولی شئ.

سرپرست حکومت تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ويلي، خو تر دې وړاندې د کورنيو چارو وزارت د دغو دوو برټانوي او امريکايي وګړو د نيول کېدو په تړاو ويلي وو، چې دغه کسان د ځانګړو دلايلو له مخې نيول شوي او د دوسيو د حل لپاره يې هڅې روانې دي.

في ډي هال تېره شنبه د قطري منځګړو له خوا خوشې شوه او بېرته امریکا ته ستنه شوه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه