Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ماین پاکۍ په برخه کې له افغانستان سره پر نړۍوالو مرستو ټینګار

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې او افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) له افغانستان سره د جګړو له پاتې شویو ماینونو او چاودېدونکو توکو د پاکولو په برخه کې د نړۍوالو مرستو په اړتیا ټینګار کړی دی.

یوناما ویلي، "افغانستان د نړۍوالې ټولنې جدي ملاتړ ته اړتیا لري" او د سره صلیب نړۍوالې کمېټې خبرداری ورکړی چې افغانستان د ځمکنیو ماینونو، ناچاودو توکو او په کورونو کې د جوړو شویو بمونو ډکه سیمه ګڼل کیږي. 

د دغې کمېټې د شمېرو لمخې، ۲۰۲۴ کال کې د ناچاوده توکو لږ تر لږه ۲۵۱ چاودنې ثبت شوي چې له امله یې ۴۳۴ ماشومان وژل شوي یا ټپیان شوي؛ چې د ټولو قربانیانو شمېر له ۷۶ سلنې ډېر ښیي.

نن (جمعه، د اپرېل ۴مه) د ماینونو د ګواښونو په اړه د پوهاوي نړۍوالې ورځ ده. ملګرو ملتونو د ماینونو د ګواښونو په تړاو د پوهاوي، د دغو ګوښونو د مخنیوي او د ماینونو د پاکولو پر اهمیت د ټینګار په موخه په ۲۰۰۵ زېږیز کال کې د اپرېل ۴مه د ماینونو د پوهاوي نړۍواله ورځ وټاکله. 

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د دغې ورځې په مناسبت یوه پېغام کې خبرداری ورکړی چې لا هم څه باندې ۱۰۰ میلیونو انسانان د ځمکنیو ماینونو او له جګړو د پاتې چاودېدونکو توکو له ګواښ سره مخ دي.

هغه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي: «د وسلو له چوپتیا وروسته هم، دا ګواښونه په بې‌رحمه توګه د ملکیانو ژوند اخلي او د پرمختګ او بیارغونې پر وړاندې لوی خنډ جوړیږي.»

د ماین‌پاکۍ مشورتي ډلې (MAG) ویلي، هره ورځ په نړۍ کې شاوخوا ۱۵ کسان د ماینونو او نا چاوده توکو د چاودنو له امله وژل کیږي یا ټپیانیږي.

د شمېرو لمخې، ۲۰۲۴ کال کې د ناچاوده توکو لږ تر لږه ۲۵۱ چاودنې ثبت شوي چې له امله یې ۴۳۴ ماشومان وژل شوي یا ټپیان شوي؛ چې د ټولو قربانیانو شمېر له ۷۶ سلنې ډېر ښیي.

تصویر بندانگشتی

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې او افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) له افغانستان سره د جګړو له پاتې شویو ماینونو او چاودېدونکو توکو د پاکولو په برخه کې د نړۍوالو مرستو په اړتیا ټینګار کړی دی.

یوناما ویلي، "افغانستان د نړۍوالې ټولنې جدي ملاتړ ته اړتیا لري" او د سره صلیب نړۍوالې کمېټې خبرداری ورکړی چې افغانستان د ځمکنیو ماینونو، ناچاودو توکو او په کورونو کې د جوړو شویو بمونو ډکه سیمه ګڼل کیږي. 

د دغې کمېټې د شمېرو لمخې، ۲۰۲۴ کال کې د ناچاوده توکو لږ تر لږه ۲۵۱ چاودنې ثبت شوي چې له امله یې ۴۳۴ ماشومان وژل شوي یا ټپیان شوي؛ چې د ټولو قربانیانو شمېر له ۷۶ سلنې ډېر ښیي.

نن (جمعه، د اپرېل ۴مه) د ماینونو د ګواښونو په اړه د پوهاوي نړۍوالې ورځ ده. ملګرو ملتونو د ماینونو د ګواښونو په تړاو د پوهاوي، د دغو ګوښونو د مخنیوي او د ماینونو د پاکولو پر اهمیت د ټینګار په موخه په ۲۰۰۵ زېږیز کال کې د اپرېل ۴مه د ماینونو د پوهاوي نړۍواله ورځ وټاکله. 

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د دغې ورځې په مناسبت یوه پېغام کې خبرداری ورکړی چې لا هم څه باندې ۱۰۰ میلیونو انسانان د ځمکنیو ماینونو او له جګړو د پاتې چاودېدونکو توکو له ګواښ سره مخ دي.

هغه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي: «د وسلو له چوپتیا وروسته هم، دا ګواښونه په بې‌رحمه توګه د ملکیانو ژوند اخلي او د پرمختګ او بیارغونې پر وړاندې لوی خنډ جوړیږي.»

د ماین‌پاکۍ مشورتي ډلې (MAG) ویلي، هره ورځ په نړۍ کې شاوخوا ۱۵ کسان د ماینونو او نا چاوده توکو د چاودنو له امله وژل کیږي یا ټپیانیږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه