Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ضرب الاجل تر پایته رسېدو وروسته، پاکستان کې د افغان کډوالو نیول پیل شوِي

پاکستان کې د افغان کډوالو د اوسېدو لپاره د قانوني مودې تر پایته رسېدو وروسته، اوس له دغه هېواده د افغان کډوالو د نیولو او ایستلو بهیر پيل شوی دی. 

اسلام اباد کې افغان کډوال طلوع‌نیوز ته وایي، د ضرب الاجل تر پایته رسېدو وروسته له سختو شرایطو سره مخ شوي دي.

پاکستان کې یوې افغان کډوالې و ویل: «کډوال نه خوب کولی شي، نه ډوډۍ خوړلی شي. د افغان کډوالو وضعیت په پاکستان کې ډېر خراب دی.»

پاکستان کې افغان خبریال ظاهر بهاند و ویل: «په تېرو دوو ورځو کې د پاکستاني پولیسو عملیاتو زور اخیستی، په اسلام‌اباد، راولپېنډۍ، پېښور، لاهور او کراچۍ کې پراخ عملیات شوي او د پاکستان پولیسو سلګونه افغان کډوال نیولي دي.»

پاکستاني رسنیو هم راپور ورکړی، چې د دغه هېواد پولیسو په اسلام اباد او راولپېنډۍ کې ۶۰ افغان کډوال نیولي دي. 

له دې سره هم مهاله، اکسپرس ټریبیون ورځپاڼې لیکلي، چې د خېبر پښتونخوا وزیر اعلی علي امین ګنداپور د پاکستان حکومت ته وړاندیز کړی چې افغان کډوالو ته دې د دایمي استوګنې زمینه برابره شي. 

راپور کې راغلي: «د کډوالو د داوطلبانه ستنېدو د ضرب الاجل له پایته رسېدو وروسته، د پاکستان چارواکي د پنجشنبې پر ورځ لاس ‌په ‌کار شول او د راولپېنډۍ او اسلام‌ اباد له بېلابېلو سیمو یې د لټون د عملیاتو پر مهال ۶۰ ناقانونه افغان کډوال ونیول.»

د کډوالو د حقونو فعال، محمد خان طالبي و ویل: «مرستندویه بنسټونه، د افغانستان اوسنی حکومت او نړۍوال سازمانونه باید له کوربه هېوادونو سره خبرې وکړي او دغه ستنول دې بل وخت ته وځنډول شي.»

تر دې وړاندې اسوشیټډ پرس راپور ورکړی و، چې د افغان کډوالو د اوسېدو موده د اپرېل تر لسمې غځول شوې، خو له دې سره سره، په دغه هېواد کې افغان کډوال ځورول کیږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه