Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

شاهین: نړۍ دې نور په ملګرو ملتونو کې د افغانستان له څوکۍ سیاسي ګټه نه اخلي

قطر کې د افغانستان د سفارت سرپرست له نړۍوالې ټولنې غواړي، چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان له استازولۍ سیاسي ګټنه ونه کړي.

سهیل شاهین وایي، اسلامي امارت د افغانستان استازی دی؛ نو په خبره یې باید په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ د سرپرست حکومت استازي ته وسپارل شي.

قطر کې د اسلامي امارت د سفارت سرپرست، سهیل شاهین وایي: «په نړۍوالې ټولنې او د ملګرو ملتونو په چارواکو غږ کوم چې نور دغه څوکۍ د فشار او سیاسي موخو لپاره ونه کارول شي.»

د سیاسي چارو ځينې شنونکي اسلامي امارت ته په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي څوکۍ سپارل په نړۍوالو سازمانونو کې د افغانستان د ریښتیني حضور د پیاوړتیا لپاره ګټوره چاره ګڼي.

د سیاسي چارو شنونکي، سلیم پیګیر و ویل: «ملګرو ملتونو ته د افغانستان واقعیتونه ورسولی شي، څو له افغانستان سره تعامل پیاوړی کوي، افغانانو سره د ملګرو ملتونو ډېرې مرستې جلبوي، او هم د افغانستان له اوسني وضعیته نړۍواله ټولنه خبریږي.» 

د سیاسي چارو بل شنونکي، نجیب الرحمن شمال و ویل: «د افغانستان د دایمي څوکۍ سپارل کولای شي له نړۍوالې ټولنې او هېوادونو سره د اړیکو د پراختیا په برخه کې هم رول ولوبوي.»

اسلامي امارت پر افغانستان له دویم ځل واکمنېدو راهیسې په ځلونو له نړۍ غوښتي چې په ملګرو ملتونو کې دې د افغانستان څوکۍ د سرپرست حکومت استازي ته وسپاري خو تر اوسه یې دې غوښتنې مثبت ځواب نه ‌دی ورکړل شوی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه