تر هغې وروسته چې سرپرست حکومت له امریکا وغوښتل، چې په کابل کې د دغه هېواد سفارت پرانېزي او په واشنګټن کې د افغانسان سفارت اسلامي امارت ته وسپاري، اوس د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د دغه هېواد د سفارت بېرته پرانیستل رد کړي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویانده ټېمي بروس زیاتوي، چې دغه هېواد هېڅ ډله د افغانستان د دولت په توګه په رسمیت نهپېژني او په کابل کې د خپل سفارت د بېرته پرانیستو هېڅ ډول پلان نهلري.
ټېمي بروس په دې هکله زیاته کړه:«امریکا هېڅ ډله د افغانستان د دولت په توګه په رسمیت نهپېژني، او له همدې امله د خپل سفارت د پرانیستو هوډ نهلري.»
د سیاسي چارو شنونکی جنت فهیم چکري طلوعنیوز ته وايي:«دا ویلای شو، چې د افغانستان موضوع د امریکا لپاره درېیم یا څلورم لومړیتوب لري. لا هم د افغانستان په اړه د امریکا بهرنۍ پالیسي نامعلومه ده.»
بلخوا، د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند هم یوې امریکايي ورځپاڼې ته ویلي، واشنګټن د افغانستان سفارت د سپارلو هېڅ ژمنه نهده منلې او په کابل کې یې د امریکا د سفارت د بېرته پرانیستو په تړاو هر ډول بحث رد کړی دی.
د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جېمز هویټ وايي:«موږ د افغانستان د سفارت په تړاو هېڅ ژمنه نهده منلې او په کابل د امریکا سفارت د انګړ په تړاو د وضعیت په تړاو هېڅ بحث روان نهدی.»
د سیاسي چارو شنونکی محمد اسلم دانشمل په دې هکله څرګنده کړه:«د افغانستان سرپرست حکومت باید په جدي توګه پر هغو داخلي مسایلو کار وکړي، چې د دوی اړوند دي، ترڅو له نړۍوالې انزوا ووځي او د ستر قدرت لرونکو هېوادونو سره د تعامل لار هواره شي.»
د سیاسي چارو شنونکي واحد فقیري هم طلوعنیوز ته وویل:«تر هغه چې د بحث لاندې سیاسي مسایلو په اړه هوکړه رامنځته نشي، د سفارتونو د بیا پرانستلو پر شان مسایلو خبرې ناممکنې دي.»
په کابل کې د امریکا د سفارت د بېرته پرانیستو مسئله داسې مهال رد شوې، چې تر دې وړاندې د اسلامي امارت ویاند ویلي و، چې د امریکا د سفارت د بېرته پرانیستو او په واشنګټن کې یې سرپرست حکومت ته د افغانستان د سفارت د ورسپارلو موضوع له هغه امریکایي پلاوي سره شریکه کړې چې کابل ته راغلی و، او د واشنګټن د ځواب په تمه دي.
په دې اړه مو اندونه