د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبرداری ورکړی، چې د امریکا له لوري د افغانستان پر توکو د ۱۰ سلنې تعرفې لګول به، د هېواد د اقتصادي ودې پر وړاندې جدي خنډ وي.
د دغه وزارت په وینا، دا پرېکړه تر ټولو ډېر د افغانستان خلکو، لاسي صنایعو، کوچنیو سوداګریو او ښځینه سوداګرو ته زیان رسوي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وايي:«دې ته په پام سره، چې افغانستان یو اړمن او د پرمختګ په حال کې هېواد دی، دا ډول سوداګریز فشارونه کولای شي د هېواد د اقتصادي ودې پر لار خنډ وګرځي. افغانستان د بېلابېلو برخو د پراختیا لپاره د متحده ایالاتو څخه د وسایلو، تجهیزاتو او نوې ټکنالوژۍ د وارداتو اړتیا لري.»
بلخوا، د اقتصادي چارو ځینې شنونکي د افغانستان د سوداګرۍ پر وړاندې شته نړۍوالو ګواښونو ته په پام سره، د ډانلډ ټرمپ له لوري پر دې پرېکړې د بیاکتنې غوښتنه کوي.
د اقتصادي چارو شنونکی اسماعیل ځدراڼ په دې هکله طلوعنیوز ته وویل:«دا پرېکړه پر موږ مستقیم اغېز لري، ځکه چې افغان سوداګر، د افغانستان خلک او کروندګر خپلې داسې تولیدات لکه وچه مېوه او قالین دې هېواد ته صادروي او په مناسبه بیه یې پلوري. اوس چې تعرفې لوړې شوي، بې له شکه به پر دوی اقتصادي فشار راشي.»
د اقتصادي چارو شنونکی عبدالغفار نظامي هم وايي:«دا به ډېره غوره وای که له افغانستان سره عادلانه چلند شوی وای. افغانستان باید د هغو هېوادونو په ډله کې نه وای شامل شوی چې پر صادراتو یې لوړې تعرفې لګېږي. خو له بده مرغه، د هغوی له لوري د افغانستان پر وړاندې داسې سیاست غوره شوی دی.»
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې مخکې د سوداګرۍ او پانګونې خونې هم د افغانستان پر توکو د لس سلنه تعرفې د لګولو په تړاو د ټرمپ د پرېکړې په غبرګون کې ویلي وو، چې د «جي اس پي» یا د (لږ پر مختللو هېوادونو) په پروګرام کې د افغانستان د غړیتوب له امله، د افغانستان سوداګریز توکي تر دې وړاندې له ګمرکي محصول پرته متحده ایالتونو او اروپايي ټولنې ته صادرېدل.
په دې اړه مو اندونه