د سپين بولدک له لارې په جبري توګه د راستنېدونکو کډوالو شمېر زيات شوی.
د مسوولینو په خبره، دغه کډوال د اړينو مرستو ترلاسه کولو وروسته خپلو مېنو ته لېږدول کیږي.
د شمېر لمخې، تېرو درېیو ورځو کې شاوخوا سل کورنۍ له دې لارې را ایستل شوې دي.
د کندهار د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رییس، عبدالباري و ویل: « پاکستان قانوني کډوال هم ډيپورټ کړي او هغوی هيڅ ارزښت ته پام نه کوي. دلته ټولو کډوالو ته د خوړو، درملو او اوسېدو پوره چمتوالی نیول شوی او هیڅ ډول ستونزه نشته.»
په سپين بولدک ولسوالۍ کې د راستنېدونکو کډوالو د ثبت مسوول، عبداللطیف حکيمي و ویل: «پاکستان د کډوالو د ايستلو د دویم پړاو له پیل سره زيات شمېر کډوال ايستلي دي، هره ورځ د سپين بولدک له لاري تر ۳۵ پوري کډوالې کورنۍ راستنيږي، چې په دې کې د زندانيانو شمېر هم کم ندی.»
تازه را ایستل شوي کډوال وایي، پاکستان کې ورسره کېدونکی چلن انسانی نه و.
لس کلن اميد چې پاکستان کې زېږېدلی او لوی شوی، د پاکستان په کراچۍ کې د ښوونځي زده کوونکی و، چې له خپلې کورنۍ یو ځای په جبري توګه هېواد ته راستون کړای شوی دی.
اميد د طلوعنیوز خبریال ته و ویل: «له پاکستانه راغلی یم خپل وطن ته، زده کړې به وکړم او څه به زده کړم، چې په مټ یې د هېوادوالو خدمت وکړم.»
د سپين بولدک له لارې تازه را ایستل شوي کډوال دا مهال د کندهار د تخته پل ولسوالۍ د کډوالو لنډمهالي پنډغالي کې اوسیږي. دوی د پاکستاني پوځيانو د ځورونکي چلن بېلابېلې کېسې کوي.
له پاکستانه تازه را ایستل شوی، نور احمد و ویل: «ډېر بد چلن زموږ سره کېده، ځوانان، سپين ږیري او ان مېرمني نيول کېدې او داسي ځايونو ته لېږدول کېدل، چې د اوسېدو هيڅ ډول امکانات يې نه لرل، ډوډۍ او اوبه یې نه راکولې.»
بل را ایستل شوي، عبدالرحمان و ویل: «کويټه کې مي نانوایي کول، له ډېر جبر او ظلم مي د کور نيم شيان په نيمه بيه وپلورل او دا دی خپل هېواد ته راستون شوم. غواړم راسره مرسته وشي.»
پاکستان د ۲۰۲۵ کال د اپرېل مياشتې له لومړۍ نېټې راهیسې له د افغان کډوالو د ايستلو بهیر پیل کړی چې په نړۍواله کچه دغه بهیر له نیوکو او غبرګونونو سره مخ دی.
په دې اړه مو اندونه