جرمني چارواکي وايي، د کډوالو پر وړاندې د خپلې پالیسۍ د بدلون په هڅه کې دي.
د جرمني د بایرن ایالت لومړی وزیر وایي، جرمني د ناقانونه کډوالو د مخنیوي، افغانستان او سوریې ته د مجرمو کډوالو د ستنولو، د کورنیو د یوځای کېدو بهیر د ځنډولو او د تابعیت په قانون کې له بدلون سره د کډوالۍ تګلارې بدلوي.
مارکوز زودر ویلي، جرمني دا مهال له ناقانونه کډوالۍ سره د مبارزې لپاره نوې تګلاره غوره کړې، چې د ناقانونه کډوالو د راتګ مخنیوی، د مجرمو افغان او سوریایي پناهغوښتونکو اېستل، د کورنیو د یوځای کېدو د بهیر ځنډېدل او د داوطلبانه منلو د پروګرامونو پای ته رسېدل پکې شامل دي.
د بایرن ایالت لومړی وزیر، مارکوز زودر په دې اړه وايي: موږ د کډوالۍ په تګلاره کې بدلون راوستلو په حال کې یو. موږ به په پولو کې د راتګ د مخنیوي، افغانستان او سوریې ته د مجرمانو د شړلو، د خوندي اصلي هېوادونو د شمېر په زیاتولو، او د داوطلبانه منلو د پروګرامونو په پای ته رسولو سره د ناقانونه کډوالۍ مخه ونیسي. موږ دغه راز د کورنیو یوځای کېدل هم ځنډوو، د تابعیت قانون اصلاح کوو او په ټول جرمني کې د پناه غوښتونکو لپاره د تادیې کارتونه معرفي کوو.»
له جرمني د افغانانو او د نورو هېوادونو د وګړو د اېستلو بحث تر هغې وروسته زور واخیست چې یوه افغان کډوال د اسلام ضد غورځنګ لخوا د تنظیم شوي لاریون پر مهال د یو پولیس افسر په ګډون څو کسان ټپیان کړل.
دغه افسر وروسته د خپلو ټپونو له له امله ساه وکړه.
له دې سره هممهاله په جرمني ک یو شمېر افغانان وايي، چې نويو قوانینو د افغانانو لپاره د پناه غوښتنې د غوښتنلیکونو د د ارزونې او منلو بهیر نوره هم ستونزمن کړی دی.
یو بل افغان کډوال، علي رضا کریمي هم بیا وايي: جرمني غواړي چې د کډوالو اړوند پالیسۍ نورې هم سختې کړي، له دې منځه د هېوادونو پولو ته د کډوالو د ننوتلو منعه کول، سوریې او افغانستان ته د مجرمانو استول او د کورنۍ بیا یو ځای کېدل او د قبولۍ کچې راټیټول.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم د بایرن ایالت لومړي وزیر په مونیخ ښار کې د یوه افغان له لوري په موټر د یو شمېر کسانو تر وهلو وروسته ویلي وو، چې جرمني باید د پناهغوښتونکو د بېرته ستنولو پر څرنګوالي د افغانستان له سرپرست حکومت سره خبرې وکړي.
په دې اړه مو اندونه