د اسلامي امارت ستره محکمې وایي په بادغیس، فراه او نیمروز ولایتونو کې پر څلورو کسانو د قصاص حکم پلي شوی دی.
سترې محکمې اعلان کړی چې د څلورو کسانو د قصاص حکم چې د محکمو له لوري د قتل په تور مجرم پېژندل شوي وو، د بادغیس، فراه او نیمروز په ولایتونو کې پلی شوی دی.
د سترې محکمې ویاند وايي، له دغو کسانو دوه هغه د بادغیس ولایت په مرکز قلعه نو ښار کې قصاص شول.
د دغه حکم د پلي کېدو پر مهال، د اسلامي امارت قاضي القضات عبدالحکیم حقاني، ځايي چارواکي او یو شمېر ځایي اوسېدونکي هم حضور درلود.
د سترې محکمې ویاند، عبدالرحیم راشد په دې اړه داسې وايي: نن د جمعې په ورځ د افغانستان اسلامي امارت محاکمو لخوا د هېواد په درېیو ولایتونو، بادغیس، نیمروز او فراه کې پر څلورو تنو قاتلینو د قصاص حکم تطبیق شو.
دیني عالم، عبدالرحمن چکري بیا وايي: په ثبوت کې یې باید دقت وشي، ځکه که عمدي قتل ثابت شي، شاهدان پکې شاهدي ورکړي، هغه اله کارول شوي وي، چې انسان پرې وژل کیږي. وروسته له هغې قاضي اهلیت ولري، تعصب او نورې ستونزې نه وي نو الله وايي چې په قصاص کې ستاسې لپاره ژوند دی.
د سترې محکمې د اعلامیې لمخې، د دغو څلورو کسانو د قصاص حکم د درې ګونو قضايي پړاوونو له بشپړېدو او د اسلامي امارت د مشر له وروستي تایید وروسته پلی شوی دی.
دغې محکمې زیاته کړې چې د اسلامي امارت د مشر په لارښوونه، د وروستي احتیاط لپاره یوه فوقالعاده څېړنه هم ترسره شوې وه او د مقتول کورنۍ ته وړاندیز شوي چې بښنه غوره کړي، خو د هغه د کورنۍ له لوري د دغه وړاندیز له نه منل کېدو وروسته، د قصاص شرعي حکم پلی شو.
یو بل دیني عالم، فضل هادي وزین هم وايي: د قصاص پلي کول د دې لپاره د ټولنې اړتیا ده چې نور کسان له دې منع کړای شي چې قتلونه او وژنې وکړي. خو د قاضي او قضایي قوې اهلیت مهم دی.
حقوق پوه، محمد اصف فقیري بیا وايي: قضايي قوه د یوه هېواد نه جلا کېدونکې او نه حذف کېدونکې برخه ده. په دې حالت کې چې د جزا په قانون یا کود کې د خلکو یا د خلکو د استازو غوښتنې په پام کې نیول شوې وي.
تر دې وړاندې د اسلامي امارت سترې محکمې اعلان کړی و، چې د شریعت د احکامو په پلیتابه کې به د نړۍوالې ټولنې تر هېڅ ډول فشار لاندې رانه شي.
د دې ادارې مسوولانو له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د شرعي احکامو د پلي کولو پر وړاندې له منفي تبلیغاتو ډډه وکړي.
په دې اړه مو اندونه