Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ا.ا رهبر د پکتیا چارواکو ته: د امربالمعروف قانون پلیتابه کې جدي هڅې وکړئ

د اسلامي امارت رهبر د پکتیا له والي او د دغه ولایت له نورو چارواکو سره په کندهار کې کتلي دي.
 
د اسلامي امارت رهبر، شیخ هبت الله اخندزاده په دغه کتنه کې ټینګار وکړ چې اوس د هېواد په سیاسي، اقتصادي او پوځي برخو کې د شریعت د پلي کېدو وخت رارسېدلی دی او له ځايي مسولانو یې وغوښتل چې د اسلامي احکامو په ځانګړې توګه د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر د تطبیق لپاره جدي هڅې وکړي.

ښاغلي فطرت زیاته کړه: عليقدر امیرالمؤمنین مسوولینو ته د اسلامي نظام د پیاوړتیا د شریعت د تطبیق، د امربالمعروف او نهې عن المنکر د قانون د عملي کېدو او خلکو ته د خدمت کولو سپارښتنه وکړه. 

 د اسلامي امارت مشر همداراز د خلکو ترمنځ پر یووالي او د اختلافاتو پر مخنیوي ټینګار کړی دی.

ښاغلي فطرت و ویل: امیرالمؤمنین پر خلکو غږ وکړ چې له خپلو وزارتونو سره همغږي وساتي، د خلکو ستونزو ته حل لارې پیدا کړي او قومي اختلافات له منځه یوسي. 

 د سیاسي چارو شنونکی، عبدالصادق حمیدزوی بیا خپل نظر داسې څرګندوي: نظام که غواړي چې د ولس همکاري له ځان سره ولري نو د ټولو په سر کې د ټولنیز عدالت اړتیا ده څو هیڅوک مایوس او ناراضي نه شي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د اسلامي امارت مشر د کوچني اختر د لمانځه پر مهال په کندهار کې د اختلافاتو پر پرېښودو ټینګار کړی و او زیاته کړې یې وه چې اسلامي نظام هغه مهال بریالی کېدای شي چې ټول هېوادوال یووالی او اتفاق ولري.

 د اسلامي امارت مشر، شیخ هبت الله اخندزاده همداراز د خلکو ترمنځ پر یووالي او د اختلافاتو پر مخنیوي ټینګار کړی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه