Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

رابرټ ډېکسن: ملګرو ملتونو کې د افغانستان لپاره طرحه چمتو شوې

په کابل کې د برېټانیا سفارت چارسمبالي د کډوالو چارو سرپرست وزیر سره په کتنه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو لخوا د یوې طرحې د جوړېدو خبر ورکړی.

د برېټانیا سفارت چارسمبالي په افغانستان کې د کډوالو او راستنېدونکو وزارت سرپرست، مولوي عبدالکبیر سره په کتنه کې ویلي، د افغانستان لپاره په ملګرو ملتونو کې یوه طرحه چمتو شوې چې ډیر ژر به له اسلامي امارت سره شریکه شي.  

هغه زیاته کړې چې دغه طرحه به له افغانستان سره د اړیکو پیاوړتیا او د هېواد امنیت پر ټينګښت ټینګار لري او برېټانیا په دغه طرحه کې مهم رول درلودلای دی.

د کډوالو وزارت ویاند، عبدالمطلب حقاني هم وايي: ښاغلي ډېکسن د دغې کتنې پر مهال خوښي څرګنده کړه چې د ملګرو ملتونو په سازمان کې د افغانستان په اړه یو پرپوزل جوړ شوی او ټاکل شوې چې راتلونکې کې د اسلامي امارت له مسوولینو سره شریک شي. نوموړي و ویل په دغه طرحه کې له افغانستان سره د اړیکو ټينګښت، د امنیت تامین او نور مثبت ټکي شامل دي. برېټانیا د دغه سند په جوړولو کې مهم رول ترسره کړی دی. 
 
احمدخان اندړ و ویل: د برېټانیا په ګډون دېرې هېوادونه په افغانستان کې په جګړو کې او زموږ په اقتصادي او سیاسي ماتو کې دخیل وي. نو هغوی ته پکار ده چې تر نورو زیاته هڅه وکړي یوازې د خپلو ملي ګټو لپاره نه بلکې افغانان هم باید هېر نه کړي. د سیاسي چارو شنونکي،

په دغه کتنه کې، مولوي عبدالکبیر هم وویل چې اسلامي امارت د متقابل درناوي پر بنسټ د اروپايي هیوادونو، په ځانګړي توګه بریتانیا، سره د مثبتو اړیکو پراختیا ته ژمن دی.

په همدې حال کې، د هیواد پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د بریتانیا د سفارت کاردار سره ملاقات کړی او د کابل او لندن ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا باندې ټینګار کړی دی. هغه د بریتانیا د دوامدارو همکاریو مننه کړې او هیله یې څرګنده کړې چې دغه همکاري دوام وکړي.

پخوانی ډيپلوماټ، عزیز معارج وايي: که برېټانیا دې ته زړه ښه کړي چې له افغانستان سره تعامل وکړي او اړیکې ورسره ښې کړي نو لویدیځ هېوادونه په ځانګړې توګه اروپايي هېوادونه به هم زړه ښه کړي چې دا د افغانستان په ګټه ده. افغانستان به په رسمیت وپېژندل شي او له نړۍوالې انزوا به ووځي.

که څه هم برېټانیا لا تر اوسه اسلامي امارت رسمي نه دی پیژندلی، خو د دې هیواد استازي چې د اسلامي امارت له چارواکو سره په ملاقاتونو کې برخه اخلي، ټینګار کړی چې د سرپرست حکومت سره همکاري باید دوام ولري.

هغه زیاته کړې چې دغه طرحه به له افغانستان سره د اړیکو پیاوړتیا او د هېواد امنیت پر ټينګښت ټینګار لري او برېټانیا په دغه طرحه کې مهم رول لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه