Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

عبداللطیف منصور: د دوحې هوکړه هیڅ پټ ضمایم نه لري

د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر وایي د امریکا او اسلامي امارت ترمنځ د دوحې هوکړه هیڅ ډول پټ ضمایم نه لري.

عبداللطیف منصور زیاته کړه چې د ملګرو ملتونو له تور نوملړه د اسلامي امارت د چارواکو د نومونو اېستل د دغه هوکړه‌ لیک له نورو پړاوونو وو، چې تر اوسه نه دي عملي شوي.

هغه و ویل: جایزې خو لغوه شوې، په دې کې شک نشته، هغه بیا دوی و ویل چې دا زموږ په اختیار کې ده. چونکه امریکایانو لګولې ده او دا تور لیست چې دی، دا ملګرو ملتونو له لوري لګول شوی دی. د هغوی غړي زیات دي او د ټولو باید هوکړه واخیستل شي. نو اوس الحمدالله هغه څه چې د دوحې په تړون کې ځای پر ځای شوي وو، اسلامي امارت هغو ته ژمن دی. دنیا هم باید خپلو وعدو ته ژمن اوسیږي او دغه لیستونه ختم شي.

ښاغلي منصو د دوحې د سولې بهیر ته په نغوتې سره وویل چې بین‌الافغاني خبرې د دې هوکړې په راتلونکي پړاو کې شاملې وې، خو د مخکیني حکومت د مرکچي پلاوي ترمنځ د یووالي د نشتوالي له امله دغه خبرې کومې پایلې ته ونه رسېدې.

ښاغلي منصور زیاته کړه: د بین الافغاني مذاکراتو لپاره چې له افغانستانه کوم ټیم راغلی و، هغه کې ډېر مختلف اشخاص و چې له مختلفو احزابو و او د مختلفو افکارو خلک پکې راغلي وو. ځکه دلته چې دا نظام جوړ شوی هم و په مصلحت جوړ شوی و. نو هلته به چې کومه موضوع پېښېده نو هوکړه به ژر نه کېده. دوی چې به ولاړل نو خپلو منځو کې به مخالف وو. 

نوموړي دغه راز یادونه وکړه چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو بشپړ وتل، د افغانانو ترمنځ د خبرو پیلېدل، دايمي اوربند او د امریکا پرضد د افغانستان د خاورې نه کارول کېدل د دوحې د هوکړه ‌لیک اصلي محورونه وو.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم اسلامي امارت او امریکا یو بل د دې هوکړې د ځینو مادو په نقض تورن کړي دي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه