Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

منصور: که زمینه برابره شي، پر کونړ سیند بند جوړوو

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست عبداللطیف منصور افغانستان کې د اوبو بندونو جوړولو  په تړاو د ځینو هېوادونو د نیوکو په غبرګون کې وایي، اوبه د افغانستان حق دی او په خبره یې، که امکانات برابر شي نو د کونړ پر سیند به هم بند جوړ کړي. 

هغه ویلي: «هغه مطالعات چې ترسره شوي، ښيي چې که پر کونړ سیند داسې بندونه جوړ کړو چې ۱۰۰۰ میګاواټه برښنا تولید کړي، لږ تر لږه له ۲ تر ۳ میلیارده ډالرو ته اړتیا لري.»

عبداللطیف منصور ویلي، افغانستان کې د اوبو بندونه هیڅ هېواد ته هم زیان نه رسوي او په خبره یې که هر هېواد افغانستان کې د اوبو پر مدیریت نیوکه لري نو د خبرو لار پرانیستې ده. 

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست زیاته کړې: «که امکانات ومومو، خپلې اوبه د افغانانو په کار اچوو، که څوک خوشالیږي او که خفه کیږي. که څوک نیوکه لري او وايي چې زموږ حق دی، ډیپلوماټیکې لارې پرانیستې دي.»

عبداللطیف منصور د ایران د حقابې په تړاو د دغه هېواد د چارواکو څرګندونو ته په اشارې سره زیاتوي چې دا مهال په افغانستان کې وچکالي ده او دا مسله د ایران له تخنیکي مسوولینو سره شریکه شوې ده.

د اسلامي امارت دغه چارواکی دغه راز وایي، افغانستان کې د انرژۍ د تولید لپاره ډېرې اوبه شته خو بنسټيزه ستونزه د هغې د تولید لپاره بودیجه ده. عبداللطیف منصور زیاتوي چې د پخوانیو حکومتونو د پروژو لویه برخه لګښت د نورو هېوادونو له لوري ورکول کېده خو اوس د ټولو پروژو لګښت له کورنۍ بودیجې ورکول کېږي.

ښاغلي منصور و ویل: «یو څه ستونزې شت. تاسو ته ښه مالومه ده، زموږ هېواد چې ۳۵ کاله د اشغال لاندې و، شاوخوا ۸۰ سلنې بودیجه د بهرنیو هېوادونو له لوري تمویل کېده او یواځې ۲۰ سلنې یې له داخلي عوایدو برابرېده.»

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست دغه راز افغانستان په ځانګړې توګه پلازمېنه کې د اوبو د کښت د ستونزې په تړاو وایي، اسلامي امارت د بېلابېلو پروژو په پلي کولو سره هڅه کوي چې له دې ستونزې سره مبارزه وکړي. نوموړی له هېوادوالو غواړي چې له اوبو د کارونې په برخه کې سپما وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه