د اسلامي امارت یوه جګپوړي پلاوي د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست عطاءالله عمري په مشرۍ ازبیکستان ته سفر کړی دی.
د کرنې وزارت ویاند غلام محمد کاظم شهامت د دغه سفر موخه، د اقلیمي بدلونونو او د امو سیند د اوبو پر سرچینونو د اغېزو او د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ په برخه کې د همکاریو پراختیا او د خوراکي خوندیتوب په هکله له ازبیکستاني چارواکو سره خبرې اترې بلل شوې دي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدراۍ وزارت ویاند زیاتوي:«د دې سفر موخه د اقلیمي بدلونونو او د امو سیند حوزې د اوبو پر سرچینو د اغېزو په اړه بحث او د نظر تبادله ده، همداراز د کرنې، اوبو لګونې، مالدارۍ، د خوړو خوندیتوب، د ظرفیت لوړولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د نورو اړوندو برخو د همکاریو پراخول دي.»
بل لور ته ځينې شنونکي ازبیکستان ته د کرنې وزارت د سرپرست سفر د افغانستان د کرنیز سکتور پراختیا او د کرنې عصري کېدو لپاره مهم ګڼي.
د اقتصادي چارو شنونکی میر شاکر یعقوبي وايي:«دا سفر د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د کچې د لوړولو په لور یو مهم ګام ګڼل کېږي؛ خو دا په هغه صورت کې شونی دی، له داسې برنامو او میکانیزمونو سره مل وي، چې وکړای شي د ازبیکستان په څېر هېوادونه د افغانستان د کرنې له سکتور سره همکاریو ته وهڅوي.»
د اقتصادي چارو بل شنونکي محمد کریم عظیمي هم وویل:«دا اقدام د افغانستان د اقتصاد د ودې په لور، په ځانګړي ډول د هېواد د صادراتو د زیاتوالي په برخه کې، یو مثبت ګام ګڼل کېږي. هیله ده، چې د اسلامي امارت حکومت د خصوصي سکتور په همکارۍ دا ډول سفرونه زیات کړي.»
د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې، د دغه پلاوي په ترکیب کې، د اوبو او انرژۍ وزارت، د کورنیو چارو وزارت، بهرنیو چارو وزارت، دفاع وزارت، استخباراتو عمومي ریاست او اقتصادي معاونیت استازي شامل دي.
په دې اړه مو اندونه