مرکزي بانک اعلان کړی، چې د تېر یوه کال په لړ کې یې څه باندې درې مېلیارد او ۳۰۰ مېلیونه زاړه بانکنوټونه راټول او سوځولي دي.
د افغانستان بانک ویاند حسیبالله نوري ویلي، چې د پولي معقولو سیاستونو پر بنسټ به، نوي بانکنوټونه چاپ او د هېواد په بازار کې به ووېشل شي.
د افغانستان بانک ویاند زیاتوي:«دغه بانک توانېدلی چې په تېر یوه کال کې د هېواد له بېلابېلو زونونو څخه څه باندې درې مېلیارده او ۳۶۳ مېلیونه افغانیو په ارزښت مندرس بانکنوټونه چې په دې کې د افغانیو ټول ډولونه شامل وو، راټول کړي او له ګردښت څخه یې وباسي، دا بانکنوټونه د یوه معلوم طرزالعمل پر اساس، ټولېږي او له ګردښت څخه ایستل کېږي.»
په همدې حال کې کې د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، چې د افغانيو بانکنوټونو د زړښت د مخنیوي لپاره اړتیا ده، چې د مالي او بانکي سیستم لپاره یو مشخص طرز العمل جوړ شي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خانجان الکوزی په دې هکله طلوعنیوز ته وايي:«لازمه ده چې یو کارتمحور سیستم رامنځته شي؛ داسې چې هر کس، که په پلورنځي کې وي او که په بازار کې، په ځانګړې توګه د لویو پېرودنو پر مهال، یو ځانګړی مالي کارت ولري. لکه څنګه چې دا چاره په ډېرو نورو هېوادونو کې هم دود ده، ترڅو له بانکنوټونو د زیاتي استفادې او زړېدو مخنیوی وشي.»
د پلازمېنې ځينې اوسېدونکي بیا وايي، افغانۍ ملي هویت دی او د ساتنې لپاره یې باید ډېره پاملرنه وشي.
د کابل اوسېدونکی عرب وايي:«زما غوښتنه له خلکو دا ده، چې پیسې په سمه توګه وساتي؛ هغه دې په جیبي بټوه کې کېږدي، او لکه کاغذ یا چټلي دې په خپلو جېبونو کې نه ګرځوي.»
د کابل بل اوسېدونکي راحت هم طلوعنیوز ته وویل:«پیسې زموږ د ملي هویت یو سمبول دی، او د هغې د ساتنې لپاره باید له جیبي بټوې استفاده وکړو.»
د هېواد په بازارونو کې د افغانیو د زړو بانکنوټونه ګردښت هغه ستونزه ده، چې تل ترې شکایت کېږي؛ خو د مخنیوي لپاره یې لاهم بېلابېلو حکومتونو کوم مشخص میکانیزم نهدی جوړ کړی.
په دې اړه مو اندونه