د اقتصاد وزارت له پاکستانه راستنو شویو افغان کډوالو د ملاتړ په موخه، د ملګرو ملتونو سازمان له استازو سره غونډه کړې ده.
د دغه وزارت سرپرست دین محمد حنیف، د افغان کډوالو د اجبري ایستلو په اړه د ګاونډیو هېوادونو پر کړنلارې له نیوکې سره، له مرستندویه بنسټونو غوښتي، چې له دغو افغانانو سره مرسته وکړي.
ښاغلی حنیف په دې هکله وايي:«لکه څنګه چې د افغان کډوالو د ایستلو په تېر پړاو کې مو، د مرستو په رسولو کې مهمه ونډه واخیسته، موږ هیله لرو، چې په دې پړاو کې هم فعال حضور ولرئ.»
په دې لړ کې د ملګرو ملتونو د بېلابېلو برخو استازو هم د راستنېدونکو افغانانو ننګونو ته پر رسېدنې ټينګار وکړ.
د یوناما مرستیال اېنډریکا راټواټه وايي:«دا اسانه نه ده، چې ووایو دقیقاً څومره کډوال افغانستان ته بېرته راستانه کېږي، او تر اوسه زموږ لپاره دقیق ارقام هم نهدي څرګند، خو د هغه پلان پر بنسټ چې موږ د مرستې رسونې لپاره له اړوندو بنسټونو سره جوړ کړی، اټکل کېږي چې دا شمېر به د ۶۰۰ زرو او یو نیم مېلیون ترمنځ وي.»
افغانستان کې د کډوالو عالي کمېشنري رییس عرفات جمال وویل:«موږ د پاکستان او ایران له هېوادونو مننه کوو چې په تېرو کلونو کې یې خپلې دروازې افغانانو ته پرانیستې، ښوونځي او نورې اسانتیاوې یې ورته برابرې کړې. اوس له دغو هېوادونو غواړو، چې خپلې کړې ښېګڼې ضایع نه کړي او افغانان په زور له خپلو هېوادونو ونهاېستلي.»
د یونېسف رییس تاجالدین اویوالي څرګندوي:«له پاکستانه د افغان کډوالو بېرته ستنېدل یو ناورین دی. ډېری کسان افغانستان ته ستنېږي، چې په منځ کې یې ماشومان هم شامل دي. د لومړنیو معلوماتو له مخې، شاوخوا ۸۰۰ زره ماشومان په دې بهیر کې شامل دي.»
په همدې حال کې بیا د خوړو نړۍوال پروګرام په ګډون د ملګرو ملتونو د ځينو نورو بنسټونو استازو، کډوالو ته د مرستو رسولو لپاره د بودیجې د کمښت له امله اندېښنه څرګنده کړې ده. دوی ویلي، هڅه کوي، چې د خپلو نړۍوالو شریکانو په همکارۍ د کډوالو ستونزو ته رسېدنه وکړي.
افغانستان کې د کډوالۍ نړیوال سازمان رییس مینا پارک وايي:«موږ له ټولو را ایستل شویو افغان کډوالو سره د مرستې لېواله یوو؛ خو له بده بخته، چې د بودجې له کمښت سره مخ یوو او اوس په دې فکر کې یوو، چې څنګه پر کمې بودجې زیاتو کډوالو سره مرسته وکړو.»
افغانستان کې د خوړو نړۍوال پروګرام رییسه موتینتا چیموکا څرګندوي:«هغه څه چې مهم دي، د مالي سرچینو نشتوالی دی؛ خو د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP ) په په پرلهپسې توګه هڅه کوي، چې ډېرې مالي سرچینې جذب کړي، څو د کډوالو د بېرته ستنېدو په بهیر کې مرستهرسونه ممکنه شي.»
د اقتصاد وزارت سرپرست هم ویلي، چې یوازې تېره ورځ د تورخم له لارې پنځه زره کسان او د سپین بولدک له لارې بیا ۵۴۳ تنه په جبري ډول را ایستل شوي دي.
په دې اړه مو اندونه