د اسلامي امارت مشر شیخ هبتالله اخندزاده په کندهار کې حاجیانو ته د ښوونیز سیمنیار پر مهال ویلي، چې قصاص د نورو اسلامي احکامو په څېر، د اجرا وړ دی.
د اسلامي امارت مشر ویلي:«الله متعال موږ ته د لمانځه د ادا کولو امر کړی، او همداراز یې د حدودو پر پلي کولو هم حکم کړی دی، چې باید عملي شي. په همدې ډول، الله تعالی موږ ته د جهاد امر هم کړی دی. دا ټول د الله احکام دي؛ خو نن سبا هېڅوک موږ ته اجازه نه راکوي، چې د الله متعال احکام پلي کړو.»
نوموړي د خپلو خبرو په بله برخه کې ویلي، چې لوېدیځ هېوادونه هڅه کوي، چې په هېواد کې د اسلامي احکامو د پلي کېدو مخنیوی وکړي.
شیخهبتالله اخندزاده همدارنګه زیاته کړې، چې دا ډول نیوکو او نظریاتو ته هېڅ ارزښت نه ورکوي.
د یادونې ده، چې اسلامي امارت د چهارشنبې په ورځ په فراه، نیمروز او بادغیس ولایتونو کې په څلورو تنو د قصاص حکم عملي کړ، چې دې چارې د یوناما په ګډون د ځينو سازمانونو غبرګونونه را وپارول.
په دې اړه مو اندونه